امريکا بيا ولې په منځني ختيځ کې «بي ۵۲» ځای پر ځای کوي؟
۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبهجنرال ګرګ ګيلوت چې د امريکا د هوايي ځواک يو قوماندان دی، اعلان کړی دی چې په منځني ختيځ کې د «بي ۵۲» بم غورځونکو الوتکو استقرار له احتمالي بريدونو سره د مقابلې له پاره صورت نيسي.
له بلې خوا د امريکا د مرکزي ارکان حرب (سنټکام) له خوا په يوه ټويټ کې راغلي دي چې په منځني ختيځ کې د هوايي ځواک تقويت دا هدف لري چې د امريکا له متحدانو او شريکانو څخه د احتمالي بريدونو په وړاندې دفاع وشي.
«د هر ممکن ګواښ په وړاندې د وړتيا لوړول»
په دغه ټويټ کې راغلي دي چې امريکا به د دې کار په انجام سره په سيمه کې د هر ګواښ په وړاندې د مقابلې وړتيا لوړوي. د متحده آيالاتو د دفاع سرپرست وزير، کريستوفر ميلر، يو ځل بيا هم په دوو هېوادونو يعنې افغانستان او عراق کې د امريکا د پوځي حضور د کمولو خبره تائيد کړې ده. د پنټاګون د پرېکړې له مخې په نظر کې نيول شوي چې په دواړو هېوادونو کې به د امريکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنه راټيټ شي.
امريکا غواړي چې د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې ۲۰۰۰ سرتېري له افغانستان او ۵۰۰ نور له عراق څخه وباسي.
اوس په ختيځ کې د امريکا مرکزي ارکان حرب «بي ۵۲» بم غورځونکو الوتکو د ځای پر ځای کولو خبره هم کړې ده. امريکا د بې پيلوټه الوتکې په ذريعه د ايراني قوماندان، قاسم سليماني پر موټر باندې تر بريد وروسته د «بي ۵۲» الوتکې د هند په سمندر کې د دياګو ګارسيا ټاپو ته انتقال کړې وې. په دې ترتيب امريکا اوس تصميم نيولی دی چې دغه بم غورځونکې الوتکې يو ځل بيا په منځني ختيځ کې ځای پر ځای کړي.
دويچه ويله فارسي/ن ص/ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (12.12.2019):