امريکا او ايران په نژدې ختيځ کي د نوي جګړې پر درشل
۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبهپه عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګرو وژنه ايران او د امريکا متحده ايالات په نژدې ختيځ کي د يو لوی بحران و درشل ته رسولي دي.
سليماني د استخباراتو يو ماهر، يو نظامي اجنټ او يو دپلومات ؤ. د نظر پوښتنو په حواله هغه په ايران کي يو له تر ټولو قدرتمنو او محبوبو شخصيتونو څخه ؤ. نوموړی په عراق، سوريه، يمن او د سيمي په نورو برخو کي د ايران د سياست مسئول ؤ.
د امريکا د حداکثر فشار پاليسي
د ايران او د امریکا د متحده ايالاتو تر منځ اړيکي لا کړکېچني سوې کله چي متحده ايالاتو په ۲۰۱۸ کال له هغه تړون څخه ووتل کوم چي د ايران د اتومي پروګرام په حواله د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د دايمي غړو، اروپايي اتحاديې او ايران تر منځ سوی ؤ.
په دې ترڅ کي متحده ايالاتو د ايران پر ضد نوي بنديزونه ولګول او د »حد اکثر فشار« پاليسي يې په داسي حال کي پر مخ بوتله چي پر دپلوماتيک دريځ يې هيڅ داسي ځای نه ؤ پرې ايښی چي د کړکېچ د سړولو لپاره د اړتيا پر وخت فعال سي.
تهران د خپل مهم قومندان سليماني په وژنه کي د امريکا له لوري تر سره سوی يو جنګي عمل ويني چي د تهران په نظر د امريکا د نورو »جنايي کارونو« له لړۍ څخه يو دی.
«ايران مجبور دی غبرګون وښيي»
د متحده ايالاتو د دفاعي چارو پخواني مرستيال وزير اندريو اېکسوم په «دي اتلانتيک» کي ليکي چي د سليماني وژنه «د جګړې معنی نه ورکوي او نه به يې له کبله جګړه رامنځ ته سي.» هغه وړاندي لیکلي چي البته «جګړه روانه ده.»
په تهران کي د شهيد بهشتي پوهنتون څخه حميد رضا عزيزي وايي چي که ايران د سليماني د وژنې وروسته د غچ په اخيستلو غبرګون ونه ښيي نو هم به په کور دننه کي او هم به په نړيواله توګه ځان شرمولی احساس کړي.
عزيزي زياتوي: «اسلامي جمهوريت د دغه هيواد په کور کي دننه د پياوړتيا خپل تعارف کړی او دښمنان يې کمزور معرفي کړي دي. که اوس اقدام ونه کړي نو به يې دغه دريځ زيانمن سي.» د عزيزي په وينا که تهران د سليماني د وژني په وړاندي غبرګون ونه ښيي نو ښايي د امريکا متحده ايالات او اسرائيل د ايران د لېوالتيا پر ضد خپل اقدامات دوه چنده زیات کړي. د هغه په وينا له دې کبله ايران د يو ډېر سخت انتخاب سره مخامخ دی.
«د ښکېلتيا اصول»
دا نه ده څرګنده چي ايران به کله، چيري او څنګه غبرګون وښيي. دا هم نه ده څرګنده چي ايا د ايران ممکنه غبرګون به د دې لامل سي چي د امريکا متحده ايالات لا زيات و نظامي بحران ته ورکش کړي که څنګه. دا په داسي حال کي چي ترمپ د سليماني وژنه يو ډول «وقايوي» عمل بللی او دا چي ګواکي غوښتل يې په دې کار سره د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندي د ممکنه بريدونو مخه ونيسي.
د کوينسي انستيتيوت کارپوه ماکس ابراهم په شته اصولو کي د ماتېدنې حالت ويني. د هغه په فکر د «د ښکېلتيا اصول» په نوم اصل زيانمن سوی دی. دا په دې معنی چي مخ په زیاتېدونکې توګه وقايوي بريدونو د ډارونې په مرسته د مخنيوي ځای نيولی دی. دا په داسي حال کي چي د ډارونې له لاري مخنيوي يو ډول ثبات رامنځ ته کړی ؤ. هغه زیاتوي چي د سليماني وژنه به په هيڅ توګه هم د ايران ځانګړي نظامي قوتونه ونه ډاروي. دغه کارپوه اټکل کوي چي ايران به يو شمېر غير موازي غبرګونونه وښيي.
د ايران ستراتيژي
د ايران د ستراتيژۍ په هکله ويل کيږي چي مخ په وړاندي دفاع يې تاکتيک دی. دا په دې معنی چي ايراني ځواک کوښښ کوي چي په ناڅاپه خپل اقدام سره د دښمن قوتونه حيران کړي او په دې توګه يې له خپلې خاوري څخه ليري وساتي. يعني ايران کوښښ کوي چي له خپلي خاوري څخه دباندي دښمن وځپي.
د امريکا د سمندري پوځ متقاعد جنرال پاول فان ريپر وايي چي بعضي وخت د ګڼ شمېر مارانو په پرتله د يو واحد لوی ايږ سره جګړه کول آسانه او د اټکل وړ وي. يعني ايران ښايي د مخامخ او مستقيم جنګ پر ځای نوري لاري غوره کړي.
پاول فان زياتوي چي البته دا هم يو حقيقت دی چي هره جګړه خپل ځان ته جلا تحرک لري او د نړۍ هيڅ دولت او حکومت په دقيقه توګه مخکي له مخکي د يوې جګړې پايلي او عواقب نه سي محاسبه کولای.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (23.04.2015):