المان: ښی اړخو ته په پام کي نیول سوي وسلې کشف سوې
۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبهد اطریش/اتريش او جرمني د بایرن ایالت د ښی اړخو افراطیانو پر شبکې باندي د پولیسو او امنیتي قواوو د ضربتي عملیاتو پروخت څو تنه نیول سوي هم دي. دغه خبره د اطریش داخله وزیر، کارل نهامر او د جنايي پولیسو یوه نماینده کړې ده. هغوی په دغوعملیاتو کي ۷۰ میله اتوماتیک او نیمه اتوماتیک وسلې او همدارنګه په زرهاوو مرمۍ ضبط کړي دي.
د وزیر په خبره دغه وسلې او جنګي مهمات په جرمني کي د یوې ښی اړخي افراطي ډلي د نظامي شبکې د جوړولو پخاطر په نظر کي نیول سوي وه. وزیر په دې ارتباط د جرمني د دوو ایالتونو، بایرن او نوردراین ویستفالن د جنايي ادارې نژدې همکارۍ ته هم اشاره وکړه.
د تیري چهارشنبه (د ډسمبرلسمه) په ورځ د یوه کور د پلټني پروخت ۱۹ میله اتوماتیک وسلې، د هغو د مهماتو او مرمیو سره یو ځای ضبط سوې. هغوی د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱ مه) د یوې بلي پلټني پر مهال د اتوماتیک او نیمه اتوماتیک وسلو او مرمیو سره یوځای یو کانتیر نظامي تجهیزات کشف او ضبط کړل.
په دا بله د جمعې په ورځ هغوی د اطریش په شرق کي ۱۰۰ فشنګونه او څو میله وسلې کشف کړي ، چي تر ۳۰ سانتي متره غټي وې.
اصلي شکمن کس یو اطریشی دی
داخله وزیر وايي، چي د دغو وسلو او مهماتو کشف د اطریش ښی اړخو افراطي کړیو او سازمان ورکول سوو جنایتونو ته یوه سخته ضربه ده.
وزیر وویل، چي اطریش د جرمني څخه د مخدره موادو د یوه جرم په هکله رپوټ ترلاسه کړی ؤ او هغه تحقیقات چي د هغه په تعقیب تر سره سول، معلومه سول، چي د مخدره موادو د خرڅلاو او ګټي د لاري وسلې رانیول کیږي او بیا جرمني ته انتقالیږي.
د وزیر په خبره اصلي شکمن کس یو ۵۳ کلن اطریشی دی، چي پخوانۍ جرمي سابقه لري او د څو کسانو په کومک یې په دغو معاملو لاس پوري کړی دی. خو وزیر د هغه او نورو شکمنو کسانو نومونه یاد نه کړل او فقط دومره یې وویل،چي« هغوی د نازیانو په ښی اړخي افراطي ډلي پوري اړه لري، چي متأسفانه په اطریش کي هم پیژندل سوي دي.»
آ./ق.م./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (09.12.2019):