المان: ډیری ناقانونه پناغوښتونکي د اوکراین او سوریې څخه راځي
۱۴۰۳ بهمن ۲۰, شنبهد المان خبري آژانس (dpa) په حواله د المان حکومت په بونډسټاګ یا پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د دغه هیواد پولیس دې نتیجې ته رسیدلي چې په غیر قانوني توګه راتلونکو کسانو کې اکثریت یې د سوریې، اوکراین، افغانستان او ترکیې هیوادونو اتباع دي.
په دې اساس د ۲۰۲۴م کال په دویمه نیمایي کې ۲۰،۶ سلنه د هغو کسانو چې المان ته یې د سفر کولو قانوني اسناد نه درلودل، د سوریې هیواد اتباع ول. همدرانګه نږدې هر پنځم کس بیا د اوکراین هیواد تبع و.
هر اوکراینی المان او اروپا ته د راتګ اجازه نه لري
پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیلیدو راهیسې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو موافقه کړې ده چې اوکرایني اتباع باید په المان او د دغې اتحادیي په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنې یا حفاظت ترلاسه کولو غوښتنه ونه کړي.
د المان حکومت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند د پوښتنې په ځواب کې پر دې ټینګار کړی دی چې البته دا په دې معنا نه ده چې هر اوکراینۍ ښځه او نارینه په اوتوماتیک ډول د سفر کولو یا المان ته د راتلو مهاجرت اجازه لري.
د المان حکومت د دې پریکړې علت داسې بیانوي «اوکرایني اتباع چې د ډیرو کلونو راهیسې په بهر کې ژوند کوي، د اوکراین د شخړې له کبله له خطر سره نه مخامخ کیږي» له دې امله دوی حفاظت ته ضرورت نه لري.
پر سرحد پناه غوښتنه
د المان حکومت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د غیر قانوني راتلونکو کسانو شمیر له ۱۲۷۵۴۹ څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۸۳۵۷۲ ته را ټیټ شوی دی.
همدرانګه د هغو کسانو په شمیر کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی چې په غیر قانوني ډول المان ته راغلي دي او په دغه هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. له دې ډلې ۲۳ سلنو یې د المان په سرحد کې د پناه غوښتنه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې دغه شمیر بیا یو کال مخکې تر دې ۴۴،۷ سلنه و.
د کیڼ اړخو استازې کلارا بونګر، وایي «د مهاجرت سیاست په بشپړ ډول له واقعیت څخه لیري شوی دی.»
په سرحدونو کې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په هکله د بحثونو په ترڅ کې د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) ګوند د مشر فریدریش مرڅ، د غوښتنې له مخې د المان پولیس همدا اوس لا ډیر شمیر خلک له سرحدونو څخه بیرته ستنوي.
بونګر اټکل کوي چې «په ۲۰۲۴م کال کې تر ۴۰۰۰۰ ډیر کسان اغیزمن شوي، چې اکثره یې کیدای شي پناه غوښتونکي ول».
د تیر کال د سپټمبر له ۱۶ نیټې څخه المان د خپلو ځمکنیو سرحدونو کنترول سخت کړی دی. په واقعیت کې باید د شینګن په سیمه کې کنترول نه وي، البته د یوه محدود وخت له پاره ورته اجازه ورکول کیږي.