المان هم غواړي د زعفرانو په بازار کي ورشامل سي
۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبهد دنیا تقریبأ ۹۰ فیصده زعفران په ایران کي تولیدیږي. د دغه قیمتي بوټي لوړ ارزښت نور هیوادونه هم دې ته تشویق کړي دي چي هغه وکري او په دې ډول سره د زعفرانو د تولید او خرڅلاو بازار ته ورشامل سي. لومړی هسپانیې دې کار ته پښه ورداخله او اوس د جرمني د یوې اقتصادي مجلې انترنیټ پاڼي، په خپل یوه رپوټ کي د زعفرانو د تولید سره د جرمني د تمایل په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.
د زعفرانو د یوه کیلو بیه په بین المللي بازارونو کي د ۵۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ یورو پوري ده. په همدې سبب د هغه ارزښت د سرو زرو سره معادل دی. باید وویل سي چي د کاله ۴۰۰ ټنه زعفران جهاني بازارونو ته عرضه کیږي او له دې لاري یو ملیارډ او ۲۰۰ ملیونه یورو عاید په لاس راځي.
د زعفرانو د کښت له پاره تر ټولو مساعده هوا ایران لري. خو د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو هوا هم د هغه له پاره مساعده ده. دا هم په داسي حال کي ده چي د جرمني هوا سړه او د زعفرانو د تولید له پاره مساعده نه ده.
په جرمني کي د زعفرانو د کښت او کروندې پروژه
اوس د جرمني حکومت د زعفرانو د کرلو له پاره یوه پروژه پر لاري اچولې ده او دې ته یې ۳۲۰ زره یورو اختصاص کړي دي. دهغه د کښت او کروندې له پاره اوس د شرقي المان د تورینگن ایالت یو ځای تعین سوی دی.
خو لومړنۍ څیړني د دغي پروژې له کامیابۍ څخه خبري نه کوي او ورڅخه راضي نه دي. د هغه د اقتصادي گټو محاسبه لا تر اوسه پوري نه ده سوې. باید وویل سي چي د زعفرانو کښت یوازي د جرمني په غیر مناسبه آب وهوا باندي نه محدودیږي، بلکي د زعفرانو د کښت اخیستل هم ډیر دروند او سخت کار دی. بزگران باید د هغه ټوله محصول یو یو په لاسونو باندي راټول کړي. د زعفرانو د یوه گرام تولید له پاره د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پوري د زعفرانو گلونو ته ضرورت دی او د یوه کیلوگرام له پاره تر ۲۰۰۰۰۰ گلونو پوري.
د بلي خوا په جرمني کي تر ایران، هندوستان یا افغانستان د کار قوه په مراتبو ډیره گرانه ده. په دې دلیل په جرمني کي د دغي پروژې پر گټي او مفاد باندي شک موجود دی. خو دغه شکونه جرمني د خپل هغه هوډ او نیت څخه نه راگرځوي، چي غواړي د زعفرانو جهاني بازار ته ورننوځي.