المان: «د اویراېرکنشویک مسجد د جمعې د اذان کولو اجازه لري»
۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۳ مه) د نورد راین ويستفالن ایالت د مونستر ښار عالي اداري محکمې د دغي جوړې د دعوی په ردولو سره د ګیلزنکیرشن د اداري محکمې حکم هم لغوه کړ، د کوم پراساس چي خلک باید په اذان سره لمانځه ته نه وای رابلل سوي.
د مونستر محکمې په فیصله کي راغلي دي چي د مدعیانو له خوا د په اصطلاح دیني منفي ازادۍ دعوې کوم دلایل چي ذکر سوي دي، د نورو ادیانو د پیروانو دعقیدې د اظهار حق نه سي سلبولای.
زیاته شوې ده چې د یوې مذهبي وینا (اذان) اوریدل، هغه هم په اوونۍ کي یو وار او د لاوډسپیکر په کښته درجه ږغ سره د مدعي په کور کي د هغه د مزاحمت سبب نه ګرځي.
دغه جوړه چي د اویر اېرکنشویک د مسجد حخه ۹۰۰ متره لیري ژوند کوي، د غالمغال څخه د ساتلو د قانون خلاف د ښاروالۍ د دغي اجازه نامې پرضد دعوه کړې وه. خوپه حقیقت کي هغه د لاوډسپیکر د اواز څخه دومره په غذاب نه وو، لکه پخپله د اذان د محتوی څخه. هغه دا دلیل وړاندې کاوه چي په اذان کي الله ته د عیسویانو تر خدای برتري ورکول کیږي.
د ګیلزنکیرشن اداري محکمې په لومړنۍ اقامه دعوی کي دغه جوړه حق په جانبه وبلله او د ښاروالۍ له خوا ورکول سوې فیصله یې لغوه کړه. په دې دلیل چي ښاروالۍ ګواکي د غالمغال څخه د ساتلو قانون سم ندی تطبیق کړی. خو د دغه حکم په مقابل کي ښاروالۍ د استیناف غوښتنه وکړه.
دمونستر عالي اداري محکمې اوس حکم صادر کړ، چي د مدعي جوړې حقوق د ښاروالۍ د دغي اجازه نامې په ورکولو سره تر پښو نه دي لاندي سوي. د دغي محکمې د حکم پراساس، دا چي مسجد د ۱۲ څخه تر ۱۴ بجو پوري د حد اکثر ۱۵ دقیقو له پاره په کښته درجه لاوډسپیکر سره اذان کوي، د غالمغال څخه د ساتلو د حق مطابق چنداني مزاحمت نه رامنځته کوي. په عربي ژبه او یوه خاصه طریق باندي اذان هم د مستقیم مزاحمت سبب نه ګرځي.
محکمې همدارنګه د خپل دغه حکم پرضد اقامه دعوې ته هم اجازه ور نه کړه. خو د اجازې نه ورکولو د حکم پرضد کیدلای سي، د جرمني فدرالي ادري محکمې ته شکایت وړاندي سي.
زموږ له آرشیف څخه: