المان او پاکستان یو ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
المان او پاکستان د یوه ستراتیژیک دیالوګ د پیل په اړه یو تړون لاسلیک کړ. د المان حکومت په دې ډول غواړي چې د دغه هیواد په همسایه هیواد افغانستان کې هم د دایمې سولې په راوستو کی ونډه واخلي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله په برلین کې له خپلې پاکستانۍ سیالېحنا رباني کهر، سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې پاکستان په ټوله سیمه کې د ثبات په راوستلو کې مهم رول لوبوي.