افغانستان؛ د مرګ خطر پر منلو سربيره د لرغونو غاليو لټه
په افغانستان کې د عتیقه غاليو لټون کوونکي وایي چې د سر په بیې پر خطر منلو دغه غالۍ راټولوي. د هغوی په خبره د ماشیني قالینو او بهرنیو اومو موادو وارداتو په لاس اوبدل شویو غالیو رونق کم رنګه کړی.
پخوانۍ غالۍ
د افغانستان د عتیقه غاليو راټولونکي د مرګ د خطر پر منلو په لیرو پرتو کلیو او بانډو کې د زړو قالینو د راټولو هڅه کوي.
د ځان په بیه د غاليو راټولول
چاري الله ګل د افغانستان د وروستیو پاتو زړو قالینو د راټولولو په لټه کې دي. هغه په دې ترڅ کې په سخته هوا کې سفرونه کوي، د وسله والو غلو له وهلو او د یاغیانو له نښتو سره مخامخ شوي. هغه زیاتره وخت پر اس د افغانستان په شمال کې پرتو لیرو سیمو ته سفر کوي او د کوچي قبایلو په لاس اوبدل شوو قالینو په لټه کې دي.
له خطره ډک سفر
الله ګل چې له یوه محافظ سپي سره سفرونه کوي، وایي: «لارې خطرناکې، له لیوانو او دښمن ډکې دي. موږ باید په ځنګلونو کې یا دښتو کې شپې تیرې کړو.» د زړو غاليو راټولونکي په پخوانیو او خطره ډکو لارو آن اوونۍ او میاشتې سفرونه کوي. هغوی د پیسو یا عصر شیانو په وړاندې کولو سره پخواني غالۍ ترلاسه کوي چې بیا یې پر غالين فروشیو او نورو خلکو پلوري.
«یوازینی شی چې یې پیدا کړ بوتان او غالۍ یې وې»
الله ګل وایي چې یو وار غلو په کلاشینکوف وواهه او د پیسو په لټه کې یې ورته قالینې وغورځولې: «هغوی وویل چې دا غالۍ زړې دي، ویې غورځوه.» هغه وایي چې له پلاره یې اوریدلي وو چې څو لسیزې دمخه یې له دوستانو څخه یو یې چې د لرغونو غالیو په لټه کې وو، د واورې په توپان کې بند پاتې شو او د لیوانو خوراک شو: «یوازینی شی چې یې پیدا کړ بوټان او قالینې یې وې»
له شماله تر لویدیځه
له کندز څخه نیولی د ازبکستان او ترکمنستان د پولې په اوږدو کې پرتو سیمو او همداشان په لویدیځ کې د ایران پولې ته څیرمه سیمې د هغو مالدرانو هستوګنځایونه دي چې له پیړیو راهیسې پکې غالۍ اوبدل کیږي. الله ګل دغو لیرو سیمو ته ورځي او لرغوني غالۍ راټولوي، هغه کوچنۍ غالۍ هم چې د ناوې د کورنۍ له خوا اوبدل شوي وي او د جهیز په توګه ورکړل شوي وي.
د څو لسیزو زړې غالۍ
د ځینو غالیو قدامت آن څو لسیزو ته رسیږي. د وړیو دغه غالۍ چې په لاس اوبدل کیږي او په سیمه کې د ترلاسه شوو ريښو، بوټو او ګلونو په رنګ، رنګ شوي وي. بیا وروسته دغه غالۍ د کابل په څیرو ښارونو ته لیږدول کیږي او د خرڅلاو له پاره چمتو کیږي. د الله ګل په آند «د غالۍ کاروبار د ماشوم د لویولو په څیر دی. دا کار ډیره سختي غواړي.»
خپلې غالۍ مې خوښیږي
د غاليو یو سوداګر عبدالوهاب وایي چې د الله ګل په څیر له خلکو قالین راټولوي او وایي چې ۹۹،۹ سلنه په دغو خلکو پورې تړلي دي. هغه وایي چې خپلې غالۍ یې خوښيږي او یوازې د خرڅلاو په موخه یې نه رانیسي.
په لاس د اوبدل شوو غالیو بازار کم رنګه کیدل
د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د غالۍ سوداګر په دې باور دي چې جګړو، له سیمې د خلکو بې ځایه کیدو او ښاري کیدو د دغه صنعت رونق کم رنګه کړی دی. د دې ترڅنګ ماشیني ارزان بیه غاليو هم بازار خراب کړی دی.
ځینې غالۍ آن څو زره ډالر بیه لري
د یوې غالۍ اوبدل له شپږو میاشتو نیولې تر دوه کاله پورې وخت نیسي او د غالۍ پلورونکو په ښو نندارتونو کې د ځای موندلو په صورت کې، کیدای شي په نړیوالو بازارونو کې په څو زره ډالر وپلورل شي.
بازار ته د ماشینو قالینو عرضه کیدل
په هرات کې د غاليو یوه بل سوداګر زلمي احمدي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بازار ته د ماشيني غاليو عرضه کیدو هم په لاس اوبدل شوو غاليو صنعت ته زیان اړولی دی.