افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د حل لاري غوښتنه
۱۴۰۳ بهمن ۵, جمعهپه اروپايي ټولنه کي د مسیحي دیموکرات ګوند او فراکسیون (EVP) مشر مانفرید ویبر، «ویلټ» ورځپاڼي ته د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۴) وویل: "هغه پناه غوښتونکي چی سخت جرمونه یې کړي دي او خطر پیښوونکي وي، باید په دوامداره ډول اخراج سي، که هغه افغانستان هم وي. په دې اړه باید اروپايي ټولنه سمدستي له افغان چارواکو سره خبري وکړي."
هغه زیاته کړه: "د بحثونو وخت باید نور پای ته ورسیږي. موږ ژر تر ژره د اخراج مرکزونو او د اخراج یوې الزامي مقررې ته اړتیا لرو."
اړوند:آلمان: د ښي اړخه ګوند له لوري کډوالو ته د «اخراج ټکټ» ويش
لکه څنګه چې د "ویلټ" ورځپاڼې په رپوټ کي زیاته سوې ده، د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د پخوانیو نه خپرو سویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د ناروې او سویس په ګډون په اروپايي ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په لومړي ځای کې قرار درلود.
دغه ارقام د اروپايي ټولني کمېسیون له خوا د ۲۰۲۵م کال د جنوري پر ۱۰ نېټه په اروپايي ټولنه او دریمو هیوادونو کې د مهاجرت وضعیت په اړه په یوه محرم رپوټ کي نومول سوي دي.
د اروپايي ټولني د پناه غوښتني ادارې (EUAA) په حواله، تیر کال د ناروې او سویس په گډون په اروپايي ټولنه کي د پناه غوښتني دوهم لوړ شمیرغوښتنلیکونه له افغانستان څخه وه. د هغو شمېر ۸۷۰۵۶ کسان ول. ویل کیږي چې تر ټولو مخکښ د سوریې څخه پناه غوښتونکي دي، یعني (۱۵۰۰۹۴). په دریم ځای کې د وینزویلا څخه پناه غوښتونکي (۷۳۵۶۵) دي، ورپسې د (۵۵۵۲۲) پناه غوښتني په لرلو سره ترکیه ده.
اړوند:په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي
د «ویلټ» ورځپاڼي په حواله، له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو د هدف اصلي هیواد آلمان دی. د اروپايي ټولني د پناه غوښتني ادارې په وینا له هرو لسو افغانانو څخه څلور یې (۳۹سلنه) چي خپلي عریضې د ناروې او سویس په گډون په اروپايي ټولنه کي وړاندي کوي، په آلمان کي ورکوي. تر هغه وروسته یونان(۱۵سلنه)، اتریش (۹،۱) سلنه او هالنډ (۷،۷سلنه) راځي.
د پناه غوښتني ادارې په حواله تیر کال د پناه غوښتنې له شاوخوا ۲۳۵ زرو عریضو څخه، ۱۴ سلنه یې د افغانانو وې. لکه څنگه چي نوموړي ورځپاڼي په خپل رپوټ کي زیاته کړې ده، د ټولو عریضو د ( ۳۱ سلنې) په لرلو سره سوریایان د دغه فهرست په سر کی ول.
په آشافنبورګ کي د زورزیاتي پیښي، په جرمني کي د مهاجرت په هکله سخت بحث راپورته کړی دی. یو شکمن رواني ۲۸ کلن افغان د بایرن ایالت په آشافنبورګ کي په یوه پارک کي د وړکتون د کوچنیانو پر یوې ډلې د چړې برید وکړ چي په نتیجه یې دوه کسان، یو ۲ کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن لاروی ووژل سول. ډېر کسان زخمیان سوي دي.