افغان حکومت د لوی اختر له پاره پر بل اوربند فکر کوي
۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبهدغه اعلان داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله اوازې ډیرې شوي دي. ولسمشر غني د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو ته له مخ شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او تر دې بیا وروسته د اختر په ورځو کې د وسلوالو مخالفینو او حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند ټینګ شو.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د پخواني درې ورځني اوربند په ترڅ کې بې وسلې طالب جنګیالي د کابل په کوڅو کې لیدل کیدل او له خلکو سره یې انځورونه یا «سلفي» اخیستل. دغه کار د افغانانو تر منځ د امریکا په مشرۍ د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره هیلې را ژوندۍ کړې وې.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وال ستریت ژورنال د روانې اونۍ هغه رپوټ تائید کړی چې پکې د لوی اختر په ورځو کې د یوه بل اوربند خبر خپور شوی وو.
نوموړي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «داسې امکان شته چې په لوی اختر کې د اوربند وړاندیز وشي.» نوموړي زیاته کړه چې په دې هکله نور جزئیات به وروسته اعلان شي.