تروريزمد فلسطین سیمه
اسرائیلي پوځ: غزه کې د حماس وروستی لوړپوړی قوماندان ووژل شو
۱۴۰۴ تیر ۸, یکشنبهاعلان
د اسرائیلي پوځ د چارواکو په وینا «حکیم محمد عیسی العیسی» د حماس په نظامي څانګه کې د «جنګي ملاتړ رئیس» دنده درلوده چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ پر اسرائیل د دغې ډلې د خونړي برید په پلانولو او عملي کولو کې یې مهم نقش درلود.
د اسرائیلي پوځ د معلوماتو له مخې العیسی په غزه کې د حماس ډلې وروستی لوړپوړی قوماندان و. اوس چې په غزه کې د جګړې د پيلیدو شاوخوا یونیم کال کیږي او د حماس اصلي جوړښت ته د اسرائیل له خوا سخت ضربات وارد شوي دي، د دې ډلې د توان پر بیارغونې مصروف و.
د اسرائیلي پوځ په وینا د العیسی د وژلو عملیات د دغه هیواد د داخلي امنیت او استخباراتو سازمان (شاباک) په همکارۍ ترسره شوي دي.