اسرائیل مصر ته گاز صادروي
۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبهاسرائیلي شرکت،دېلیک خبر ورکړ، چي مصر ته د گازو دغه صادرات د سه شنبې په شپه شروع سول. د دغه شرکت اداري رئیس جوزي اَبي وویل چي دغه ورځ به د منځني ختیځ د انرژۍ په سکتور کي یو نوی عصر وي. د اسرائیلو او مصر مربوطه وزیرانو هم د گازو د صادراتو دغه خبر تائید کړی دی.
دغه گاز په مدیترانه کي د اسراییلو د گازو د لویي ساحې، لېویتان څخه استحصالیږي او د تیرکال په ډسمبر کي یې په راایستلو شروع وسوه. لږ وخت وروسته به د هغه څخه اردن ته هم گاز صادر سي.
د انرژۍ په سکټور کي دا د اسرائیلو په تاریخ کي تر ټولو لویه پروژه ده. اسرائیل چي په منطقه کي ډیر دښمنان هم لري، دغه صادرات به یې د انرژۍ په سکټور کي استقلالیت نور هم تضمین کړي.
دا به اسرائیل د ډبرو سکرو له استعمال څخه هم خلاص او یو انرژۍ صادرونکئ هیواد وگرزي.
د شرکت د رئیس ابو په خبره د گازو دغه صادرات به هم د اسرائیلو او هم مصر اقتصاد ته ډیره گټه ورسوي او هم به د سیمي پر ثبات باندي مثبت تأثیر وکړي. تر ۲۰۲۵م کال وروسته اسرائیل غواړي د یوه پايپلاین له لاري اروپا ته هم گاز صادر کړي.