اسرائیل غواړي د غزې په تراډه کې خپل عملیات پراخ کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبهاسرائیل غواړي د غزې په تراډه کې د حماس په وړاندي خپل عملیات لاپسې شدید کړي. بیلابیلو اسرائیلي رسنیو د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی دی چې دغه پریکړه د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ، د امنیتي کابینې په غونډه کې په اتفاق آرأ سره ترسره سوه. هدف پر حماس باندي د فشار زیاتیدل دي، څو د نورو یرغملو آزادیدو ته مجبور کړای سي. سربیره پردې امنیتي کابینې، تړل سوو سیمو ته د مرستو د رسولو د بیرته پیل کیدو پلان هم تصویب کړ.
اړوند:اسرائيل غزې ته د توکو لیږد متوقف کوي
د «Times of Israel» ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دې تمه کیږي چې د عملیاتو د پراخوالي پلان به په راتلونکې اونۍ کې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالډ ټرمپ، له لیدنې کتنې وروسته عملي سي. تر هغه وخت پورې به له حماس سره چې د امريکا اواسرائيل په ګډون يو شمير هېوادونو د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړی دی، د اوربند او د یرغمل سوو کسانو په اړه د موافقې د ترلاسه کولو له پاره هڅې روانې وي.
احتیاطي سرتیري به د عادي ځواکونو ځای ونیسي
د «ynet» د انټرنټ پاڼې په حواله به ځیني هغه احتیاطي سرتیري د عادي ځواکونو ځای ونیسي چې په اوس وخت کې په شمالي پوله او یا هم په لویدیځ اردن کې ځای پر ځای دي. دغه واحدونه به د غزې تراډې ته انتقال سي. د ځینو احتیاطي سرتیرو له پاره د جګړې له پیل راهیسي دا اوم ماموریت دی.
له څه ناڅه دوه میاشتني اوربند وروسته د اسرائیل پوځ د غزې پر تراډه د مارچ پر اتلسمه خپل بریدونه له سره پیل کړل. د نوي اوربند په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې - چې د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړیتوب ترسره سوې - تر اوسه پورې بې نتیجې پاته دي.
پوځ له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې هغې محاصره سوې سیمی ته د مرستو له رسېدو مخنیوی کوي چې څه ناڅه دوه میلیونه انسانان پکښي ژوند کوي. مرستندویه سازمانونه له یوه ناورین څخه خبره کوي.
ویل کیږي چې په هغه پلان کې چې اوس د امنیت د کابینې له خوا تصویب سوی دی، د حماس له خوا د مالونو د تر لاسه کولو امکان حد الاقل کچې ته د کمولو میکانیزم ته له سره کتنه سوې ده.
نړیوال سازمانونه او خصوصي امنیتي شرکتونه باید کورنیو ته خواړه او د مرستې توکي وویشي. که څه هم د اسرائيل پوځ په مستقیم ډول ښکیل نه دی، خو باید د توکو د ویش ساتنه وکړي.
نتنیاهو: د حوثیانو د برید او ایران په وړاندې هم غبرګون
په عین حال کې، اسرائيل دا روښانه کړه چې غواړي د دغه هېواد پر نړیوال هوايي ډګر باندي د حوثي یاغیانو د برید په ځواب کې نه یوازې د حوثيانو پر وړاندې بلکې د هغوی د ایراني متحدینو پر وړاندې هم غبرګون وښیی.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د ایکس پر پلتفورم لیکلي دي:
«د حوثیانو بریدونه له ایران څخه سرچینه اخلي. اسرائيل به زموږ په تر ټولو مهم هوايي ډګر باندې د حوثیانو د برید ځواب ورکړي او - زموږ د خوښې پر وخت او ځای کې به - د هغوی د ایراني ترهګرو بادارانو په وړاندې جواب ووايي.»
اړوند:ټرمپ: د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د برید لامل ایران و
په یمن کې د حوثي ملیشو له خوا راکټ د اول وار له پاره تل ابیب ته نږدې د نړیوال هوايي ډګر پر شاوخوا سیمه ولګيد. د روغتیايي کارکوونکو په وینا، اته کسان ټپیان سوي دي. اسرائيل د سخت ځوابي برید ګواښ کړی دی.