اسرائیل: د هوا له لارې د مرستو غورځول پیل شوي دي
۱۴۰۴ مرداد ۵, یکشنبهد اسرائیلي پوځ ویاند اعلان وکړ چې د غزې اړمنو خلکو له پاره د هوا له لارې د مرستو رسولو لړۍ د شنبې (د جولای میاشتې ۲۶ نیټه) په ماښام پیل شوې ده. د هغه په خبره په دغو محمولو کې وړه، بوره او د خوراکي توکو کنسرواوې شاملې دي.
فلسطيني سرچینو هم رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د غزې په شمال کې د هوایي مرستو غورځول پیل شوي دي او په لومړۍ محموله کې ۷ لویې بستې شاملې وې.
د مرسته رسونې کریدورونو رامنځته کولو له پاره طرحې
اسرائیلي پوځ همدارنګه اراده لري چې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه کاروانونو له پاره د «بشردوستانه مرستو» په نوم کوریدورونه رامنځته کړي. د اسرائیلي پوځ په وینا ممکن د استوگنې په سیمو کې مؤقتي اوربندونه رامنځته شي، څو د مرستو رسول اسانه شي.
اسرائیلي پوځ په ایکس شبکه کې لیکلي دي چې په غزه کې د څښاک د اوبو د تصفیه کولو یو له تاسیساتو څخه د اسرائیل د برق له شبکې سره نښلول شوی چې دا امکان یې برابر کړی دی چې په ورځ کې ۲۰ زره متر مکعب اوبه تولید شي.
د هوا د لارې مرستې په لوړه بیه تمامیږي او ناقص دي
مرستندویان وایي چې د هوا له لارې د مرستو د بستو غورځول په لوړه بیه تمامیږي او دغه میتود د بشري مرستو رسولو له پاره کار نه ورکوي، ځکه معمولاً د دغو مرستو حجم ډیر کم وي.
په غزې تړانګه کې شاوخوا ۲ میلیونه وکړي ژوند کوي چې اکثره یې په شدید ډول بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
په نړیواله کچه له سختو نیوکو سربیره، اسراییل یوازې ډیرو لږو مرستو ته دغې محاصره شوي سیمې ته د ننوتلو اجازه ورکوي. د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د ولږې د یوه مرګونې کړکیچ خبرداری ورکړی و. ډیر شمیر نورو سازمانونو هم ورته خبردارۍ ورکړي دي.
په ورته وخت کې اسراییل د ملګرو ملتونو سازمان د ادعا برخلاف ویلي چې په غزه کې قحطي شتون نه لري. اسراییلي پوځ په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «اسرائیلي پوځ ټينگار کوي چې په غزه کې قحطي شتون نه لري؛ دغه ادعاوی ناسمې دي چې د حماس له خوا خپریږي.» خو اسرائیلي پوځ د خپل دغې ادعا د تایید له پاره هیڅ کوم سند نه دی وړاندې کړی.
اسرائیلي پوځ تاییده کړه چې د اوربند بحث شتون نه لري: «نښتې نه دي دریدلي. مونږ به همدارنګه په غزه کې عملیات جاري وساتو، څو ټول یرغمل شوي ازاد شي او حماس هم د ځمکې پرمخ او هم د ځمکې لاندې لمنځه یوسو.»
د متحده عربي اماراتو مرستې
متحده عربي اماراتو اعلان کړی دی چې د هوا له لارې د مرستو رسول به له سره پيل کړي. د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «په غزې تړانګه کې بشري وضعیت په بې ساري ډول د کړکیچ مرحلې ته رسیدلی دی. مونږ به ډاډ ورکړو چې اړمونو کسانو ته به حیاتي مرستې ورسیږي، که هغه د ځمکې، هوا یا سمندر له لارې وي. د هوا له لارې مرستې هم بې له ځنډه پیلیږي.»
په دې وروستیو ورځو کې اسرائیل په غزې تړانګه کې د ډیر ناوړه انساني وضعیت له کبله تر سخت فشار لاندې قرار لري. تر سلو ډیرو مرستندویه سازمانونو د هغو له ډلې د بې سرحده داکترانو سازمان، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او آکسفام په سیمه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.
دغو سازمانونو د یوه اوربند له پاره په بیړه د مذاکراتو د پیلیدو او د ملګرو ملتونو تر کنترول لاندې د مرستو له پاره بې له خنډ څخه د ټولو سرحدي پولو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل پوځ پر حماس تور لګوي چې د مرستو د ویشلو بهیر یې مختل کړی دی، مرستندویه محمولې چور کوي او خوراکي توکي په لوړه بیه پلوري.
بل لور ته حماس پر اسرائیل تور لګوي چې د مرستو د ویشل کیدو مرکزونو ته نږدې پر خلکو ډزې کوي. خو اسرائیل بیا دغه تورونه رد کړي دي.