اسرائیل ته په جاسوسۍ د تورنو کسانو د اعدام په هکله اندیښنې
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبهد جون مياشتي له دیارلسمي نېټې څخه پر ایران باندي د اسرائیل د پوځي بریدونو په پیل کیدو سره د ایران اسلامي جمهوریت د "جاسوسۍ" او یا هم "له اسرائیل سره د همکارۍ" په تور د نیول کیدو یوه نوې څپه پیل کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان په خبره، په دغو نیونو کي نه یوازي دا چې د عادلانه محاکمې اصول په پام کي نه نیول کیږي، بلکي د "جبري اعترافونو" پر بنسټ د شکنجې، جبري لادرکه کیدو او اعدامونو د حکم د پلي کولو خطر زیات سوی دی.
د جون پر ۱۶ مه د اسماعیل فکري په نوم یو کس د قزل حصار کرج په زندان کي پس له یوې غیر عادلانه محاکمې وروسته اعدام سو. دغه اقدام په داسي حال کي ترسره سو چي دایران قضایي چارواکو د یوې چټکې محاکمې له پلي کولو او درنو احکامو له صادرولو څخه خبر ورکړی دی.
د قضائیه قوې رئیس غلام حسین محسنی اژه ای، د جون مياشتي پر ۱۵ مه د یوه فرمان په صادرولو سره، له اسرائيل سره د همکارۍ په تور کسانو د "چټک او قاطع" چلند غوښتنه وکړه.
د مجید مسیبي اعدام او د لسونو زندانیانو د برخلیک په هکله اندېښنه
له نړیوالو رپوټونو سره سم، په قضائیه قوې پورې تړلی، میزان خبري آژانس، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د "اسرائیل جاسوس" مجید مسیبي اعدام سوی دی.
د دغه رپوټ له مخې، هغه له موساد سره طبقه بندي سوي معلومات، د هیواد حساس ځایونه او د ځینو کسانو مشخصات نوموړي جاسوسي ادارې ته وړاندي کړي او په مقابل کي یې د ډیجیتالي سِکې (کریپتوکارنسی) کوډ، د انعام په توگه تر لاسه کړی وو.
د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چي د نورو اتو تنو زندانیانو د اعدام د حکم د پلی کولو خطر هم موجود دی. د دغو کسانو له ډلې څخه کیدای سي د اوین په زندان کي په خټه ایراني - سویډني شنونکي احمدرضا جلالي، ته اشاره وسي چي په ۲۰۱۷م کال کي د "تر شکنجې لاندي له اعترافونو" وروسته د "افساد فیالارض" په تور په اعدام محکوم سو.
تر خطر لاندي نورو زندانیان، افشین قربانی میشانی، آزاد شجاعی، ادریس عالی، رسول احمد رسول (عراقی تبعه)، محمد امین مهدوی شایسته، روزبه ودی، او شاهین بسامی دي.
IHR: یوازې په مارچ میاشت کې په ایران کې ۵۹ کسان اعدام شوي
د بخښنې نړیوال سازمان ټینگار کړی دی چي د دغو کسانو د اعدام حکمونه د دغه هیواد د عالي محکمې له خوا تائید سوي دي او په راتلونکو ورځو او اونیو کي د هغو پلي کول جدي دي.
د اعدام د زیاتولو او بیا د آزادۍ د ځپلو له پاره قانون
په یوه بل اقدام کي، د ایران پارلمان د جون پر ۱۷ مه یوه طرحه تصویب کړه چي له " دښمنو حکومتونو" لکه اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو سره، د گډ کار یا جاسوسۍ په اړه دوسیو کي د اعدام د حکم د صادرولو له پاره لار هواروي. د موجوده قوانینو له مخې، جاسوسي یوازي د زندان سزا لري او د اعدام د حکم د صادرلو له پاره، محکمه باید څو تورونه سره یو ځای کړي او د "افساد فیالارض" په توگه یې مطرح کړي. نوې طرحه بیا دغه بهیر آسانوي او جاسوسي په مستقیم ډول د اعدام په سزاوو کي شاملوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د دغه ډول بدلونو په هکله د سختې اندېښنې په ښودلو سره د اعدام د ټولو طرحو د ژرترژره بندیدو، موجوده احکامو د لغوه کیدو او د عادلانه محاکمو د اصولو د رعایت کولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان همدارنگه ټینگار کړی دی چي د اعدام سزا، په ځانگړي ډول په هغو مواردو کي چی قصدي وژنه پکښي شامله نه وي، د نړیوالو قوانینو له مخې منع ده او یوه "ظالمانه، غیر انساني او سپکونکې سزا" گڼل کیږي.