You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
اسرائيل
په دې پاڼه کي د اسرئيل اړوند مطالب خپريږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
په غزه کې جگړه؛ حماس ته د ترمپ "وروستی خبرداری"
ترمپ، له فلسطیني سخت دریځه سازمان حماس څخه وغوښتل چې د اسرائيلي یرغمل سویو د آزادولو له پاره یوې موافقې ته ورسیږي.
د اسرائیل پوځ د غزې له اوسېدونکو غوښتي چې له دغه ښاره ووځي
د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ د غزې له اوسېدونکو وغوښتل چې له دغه ښاره ووځي او په سويل کې واقع «بشري زون» ته ولاړ شي.
بلجیم غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني
بلجیم په پام کې لري د روانې میاشتې په پای کې د م.م په عمومي اسامبلې کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
«د ساتونکو تلیفونونه هک او ایراني قوماندانان په نښه شوي»
نیویارک ټایمز وایي چې اسرائیل د ساتونکو د تلیفونو په هک کولو سره ایراني قوماندانان په نښه کړي دي.
حماس د دغې ډلې د یوه لوړپوړي پوځي مشر وژل کیدل تایید کړ
حماس د اسرائیلي پوځ په عملیاتو کې د خپل یوه پوځي مشر وژل کیدل څو میاشتې وروسته له دغو عملیاتو څخه تایید کړ.
ترکیې په بشپړ ډول له اسرائیل سره تجارتي اړیکې پرې کړې
ترکیې په بشپړ ډول له اسرائیل سره د تجارتي اړیکو د پرې کولو خبر ورکړی دی.
«د اسرائيل په بريد کي د ۵ خبريالانو په ګډون ۱۹ کسان وژل سوي»
د غزې په جنوبي برخه کي پر يوه روغتون باندي په بريد کي ۱۹ کسان وژل سوي دي چي پينځه خبريالان هم پکښې شامل دي.
اسرائيل په يمن کې د حوثيانو پر اهدافو پراخ هوايي بریدونه کړي
د غزې د جگړې له پیل راهیسې، حوثي یاغیان په وار وار سره پر اسرائیل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.
گانټس په اسرائيل کې د ائتلافي حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه
د اسرائیل پخواني دفاع وزیر د یرغمل شوو د خوشې کولو له پاره د مؤقت یووالي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې.
م.م. په غزه کې د لوږې بحران اعلان کړ
د خوړو د کړکېچ نړيواله اداره وايي چې د غزې تر ټولو لوی ښار د لوږي لوی بحران نیولی او ښايي نورو سیمو ته هم خپور شي.
منځنی ختیځ: اسرائيل په غزې ښار کې پوځي عملیات پیل کړل
د اسرائيل پوځ وايي چې د غزې ښار په څنډو کې یې د تعرضي عملیاتو «ابتدايي» پړاو پیل کړ.
د اسرائیل د دفاع وزیر د غزې د نیولو له طرحې سره موافقه وکړه
د نتانیاهو حکومت د اوربند له پاره له تازه وړاندیز سره هم مهاله، د غزې تراډې د نیولو له پاره پر خپلې طرحې ټینگار کوي.
کوم هيوادونه د فلسطين دولت په رسميت پېژني؟
استرالیا هم اعلان وکړ چې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې به فلسطين په رسميت وپېژني.
په غزه کې د اسرائیل په برید کې د الجزیرې د"۵ خبریالانو" وژنه
د الجزیرې خبري شبکې رپوټ ورکړی دی چې پنځه تنه خبریالان یې په غزې کې د اسرائیل د پوځ له خوا وژل سوي دي.
تل ابیب: غزه کې د جګړې د نوي پلان پر ضد د خلکو پراخ لاریون
په لسونو زره خلکو د اسرائيل د تل ابیب ښار واټونو ته راووتل او په غزه کې د جګړې د نوي پلان پر ضد ېې لاریون وکړ.
سعودي عربستان د اسرائیل د غزې نیولو پلان وغانده
سعودي عربستان د اسرائیل د غزې ښار د نیولو پلان رد کړ او په غزه کې د بشري وضعیت له پاره ېې پرې شديدې نیوکې وکړې.
آلمان اسرائیل ته د پوځي تجهیزاتو صادرات بند کړل
د آلمان صدراعظم خبرداری ورکړ چې اسرائيلو ته به د پوځي تجهیزاتو صادرات چې کېدای شي په غزه کې ورڅخه استفاده وشي، ودروي.
اسرائيل د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ
د اسرائيل کابينې د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ. دې سره به له حماس سره د اسرائیل ۲۲ میاشتینۍ جګړه لاپسې شدیده شي.
آلمان: سلګونه هنرمندانو پر اسرائیل د فشار زیاتولو غوښتنه کړې
په مجموع کې د هغو الماني هنرمندانو شمیر ۳۶۰ ته رسیدلی دی چې پر اسرائیل د المان د دولت فشار زیاتولو غوښتنه یې کړې ده.
ایران کې په یوه میاشت کې ۱۱۰ اعدامونه؛ ۷ تنه یې افغانان دي
د روان کال په جولای میاشت کې په ایران کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه اعدام سوي دي چې اوه تنه یې افغانان دي.
په غزې کې قحطي: ورځنی ژوند څنګه تیریږي؟
په دې انځوریز رپوټ کې د یوه فلسطیني بې ځایه شوي ورځني ژوند ته کتنه شوې ده.
ایران له اسرائیل سره تر جگړې وروسته، نوې دفاعي شورا جوړه کړه
د ایران ملي امنیت ددغه هیواد د ولسمشر مسعود پزشکیان په مشرۍ د ملي دفاع د عالي شورا جوړول په تصویب ورسول.
ایران: د نړیوال اټومي آژانس څارونکي را ستنیږي
ایراني چارواکو ویلي چې زر به د نړیوال اټومي آژانس څارونکي ایران ته را ستانه شي.
ایا د المان تابعیت له پاره اسرائیل ته تعهد مهم دی؟
د المان ډیری ایالتونه د تابعیت ورکولو له پاره په لیکلې بڼه د اسرائیل پر موجودیت د اعتراف شرط ته د شک په سترګه ګوري.
واده فول په غزه کې بشري وضعیت د «نه زغملو وړ» وباله
د المان د بهرنیو چارو وزیر واده فول د منځني ختیځ له سفر څخه تر ستنیدو وروسته په غزه کې بشري وضعیت د «نه زغملو وړ» وباله.
۲۰۰ نوموتو کسانو پر اسرائيل د وسلو د نه پلورولو غوښتنه کړې
څه د پاسه ۲۰۰ شخصیتونو یو پرانیستی لیک امضا کړ او د آلمان له صدراعظم څخه یې وغوښتل چې اسرائیل ته د وسلو استول بند کړي.
کاناډا غواړي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني
کاناډا پتېيلې ده چي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د فلسطين دولت په رسميت و پيژني.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل او منځني ختيځ ته سفر کوي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل او منځني ختيځ ته دوه ورځنی سفر کوي.
«که اسرائیل جګړه بنده نه کړي، فلسطین به په رسمیت وپيژنو»
بریتانیا ویلي دي چې که اسرائیل د اوربند ترڅنګ شرایط پوره نه کړي، فلسطیني دولت به په رسمیت وپيژني.
روغتيايي چارواکي: د جګړې د قربانيانو شمېر تر ۶۰ زره اوښتی
په غزه کي د روغتيا وزارت ويلي دي چي پر دغي سيمي باندي د اسرائيل په پوځي بريدونو کي تر ۶۰ زیات فلسطينيان وژل سوي دي.
اسرائیل: غزې ته په مرستو بار ۱۲۰ موټرو ته اجازه ورکړل شوې
اسرائیل وايي غزې تراړې ته د بشري مرستو د رسولو له پاره یې لاریو ته لار وکړې خو ملګري ملتونه پر دایمي اوربند ټینګار کوي.
ملګري ملتونه نن د فلسطين پر موضوع غونډه پيلوي
د ملګرو ملتونو د کنفرانس هدف د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوو دولتونو د حل لارې په برخه کې پرمختګ رامنځته کول دي.
اسرائیل: د هوا له لارې د مرستو غورځول پیل شوي دي
اسرائیل د شنبې په شپه غزې ته د هوا له لارې د مرستو غورځول پیل کړل.
کوم هیوادونه د فلسطین په رسمیت پيژندنې غوښتونکي دي؟
د فرانسې، بریتانیې او المان مشرانو له اسرائیل څخه غوښتي چې غزې ته د نامحدوده بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي.
فرانسه غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون غواړي د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
په غزه کې د پراخي لوږي په اړه د نړيوالو سازمانونو خبر داری
تر سلو زیاتو نړیوالو خیریه بنسټونو په غزه کې د «پراخې لوږې» په اړه خبرداری ورکړی دی.
اسرائيل: په دمشق کې مو د سوریې د پوځ مرکزي قرارګاه ویشتلې
د اسرائيل پوځ په وینا، ځواکونو یې د سه شنبې په شپه د سوریې په دمشق کې د دغه هېواد د پوځ مرکزي قرارګاه ویشتلي ده.
رپوټ: پزشکیان د اسرائیل په یوه حمله کې ټپي شوی وو
د یوه رپوټ پر اساس د ایران ولسمشر اسرائيل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ډېرې سختۍ توانېدلی چې خپل ژوند وژغوري.
اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري
د اسرائیل دفاع وزارت د غزې د سويل يوه پنډغالي ته له ۶۰۰ زرو ډیرو بې کوره شوو فلسطینیانو د استولو اراده لري.
اسرائیل د ۶۰۰ زره فلسطینیانو له پاره یو ستر کمپ جوړوي
د رسنيو د رپوټونو په حواله ولسمشر ترمپ او نتانیاهو د غزې د تراډې د فلسطینیانو د احتمالي انتقال په اړه خبرې اترې کړي.
ترمپ: هیله لرم بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شم
ترمپ، نتنياهو ته د يوه ملاقات په ترڅ کې ويلي چې هیله لري یو ځل بیا پر ایران برید کولو ته اړ نه شي.
د حماس او اسرائيل خبرې اترې بې نتيجې پای ته ورسېدې
په قطر کې د حماس او اسرائيل ترمنځ د اوربند لپاره د غير مستقيمو خبرو لومړی پړاو پرته له کومې پايلې پای ته رسېدلی دی.
اسرائيل وايي په يمن کې یې د حوثيانو اهداف په نخښه کړي
په يمن کې تر بريدونو څو ساعته وروسته پر اسرائيل باندې هم له يمن څخه د توغندي توغول کيدو خبر ورکړل شوی دی.
اسرائیل د اوربند د مذاکراتو له پاره قطر ته پلاوی استوي
اسرائیل تاییده کړې ده چې په غزه کې د اوربند د احتمالي موافقې په هکله مذاکراتو کې د ګډون له پاره قطر ته خپل پلاوی استوي.
«غزه کې د بريدونو او ډزو په ترڅ کې ۸۲ فلسطينيان وژل شوي»
په غزه کې د طبي عملې په حواله په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ایران په رسمي ډول د اټومي انرژۍ له آژانس سره همکاري وځنډوله
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ د ځنډولو د قانون له عملي کولو څخه خبر ورکړ.
ترمپ: اسرائیل د ۶۰ ورځني اوربند له طرحې سره موافقه کړې
ترمپ په غزه کي د دوې میاشتني اوربند شرایطو ته د اسرائیل له موافقې څخه خبر ورکړی دی.
«سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي»
په روان کال کې له پاکستان او ایران څخه لږ تر لږه ۱،۲ میلیونه افغانان بیرته ستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
اسرائیلي پوځ: غزه کې د حماس وروستی لوړپوړی قوماندان ووژل شو
اسرائیلي پوځ د حماس ترهګرې ډلې د یوه لوړپوړي قوماندان حکیم محمد عیسی العیسي د وژلو خبر ورکړی دی.
ترمپ وایي که ایران غني کول پیل کړي امریکا به بیا حمله وکړي
ترمپ خبرداری ورکړ چې که ایران یو ځل بیا د یورانیمو غني کول پيل کړي، نو نوي پوځي عملیات به له امکانه لیري نه وي.
مخکينۍ پاڼه
د 18 پاڼو څخه 1
بله پاڼه