اسرائيل پر دمشق هوایي بريد کړی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۲, جمعهپه دمشق کې د اسرائيل د هوايي ځواک دا بريد په سوریه کې د څو ورځو د فرقه ايزو نښتو وروسته رامځته شوی دی چې په ترڅ کې یې سني وسله وال د دروز اقليت پر وړاندې راپورته شوي ول.
د اسرائیل پوځ د جمعې په سهار وختي په پلازمينه دمشق کې د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه يو ځای په نخښه کړ. دا بريد د اسرائيل د لومړي وزیر بنيامين نتانياهو، د حکومت د هغه خبرداری وروسته ترسره شو چد سوریې پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل په برید کي ۷ کسان وژل سويې ويلي یې وو که چېرې سوريايي چارواکې د دروز اقليت په ساتنه کې پاته راغلل، نو مداخله به وکړي.
اړونده موضوع: د سوریې پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل په برید کي ۷ کسان وژل سوي
نتانياهو، د دفاع له وزیر اسرائيل کاتڅ، سره په يوه ګډه اعلامیه کې ويلي: «اسرائيل تیره شپه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څيرمه بريد وکړ. دا د سوریې رژيم ته ښکاره پيغام دی: موږ به [سوريايي] ځواکونو ته اجازه ور نه کړو چې د دمشق په جنوب کې مستقر شي او يا دا چې د دروز ټولنې ته کوم ګواښ پېښ شي.»
د سوريایي چارواکو له لوري په دې اړه کومه سملاسي تبصره نه ده شوې.
په سوريه کې فرقه ایزې نښتې
د اسرائیل دا بريد د سني وسله والو او دروز ټولنې ترمنځ د فرقه ایزو نښتو څو ورځو وروسته ترسره شوی دی.
دا تاوتریخوالي تر هغه وروسته را وپارېده چې په ټولنیزو رسنيو کې د يوه سړي غږیز کليپ لاس په لاس کيده چې د اسلام پر پيغمبر یې نیوکې کولې.
اړونده موضوع: څارونکي: د اسد له پلویانو سره نښتو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي
دا غږ د دروز يوه ملا ته منسوب شوی وو او د سني مسلمانانو غوسه یې پارولې وه. په دې ترڅ کې په نښتو کې څو کسان وژل شوي او ټپیان شوي ول.
د دروز اقليت غړيو د وژنو دا پېښه په سوريه کې په مارچ میاشت کې د وژنې تر يوې څپې وروسته رامنځته کیږي چې په ترڅ کې یې تر ۱۷۰۰ د ډېرو ملکیانو د وژل کیدو چې ډېر یې علويان ول، رپوټونه ورکړل شوي ول.
دروز څوک دي؟
دروز چې ځانونه «موحدين» يا د خدای پر وحدانيت او يووالی ايمان لرونکي بولي، د شعيه ګانو د اسماعيليه ډلې يوه څانګه ده.
د دې فرقې ډيری غړي په سوريه، لبنان او د اسرائيل له خوا د اشغال شوې ګولان غونډيو په ګډون په اسرائيل کې ژوند کوي.
دا تازه بريد په دې وروستيو څو ورځو کې پر سوریې باندې د اسرائيل دویم برید دی چې په ترڅ کې یې هغه ژمنه پرځای کوي چې د دغه اقليت د ساتنې له پاره یې کړې وه. دا بريدونه همدا راز د سني اسلامپالو پر وړاندې چې په دسمبر میاشت کې یې د ديکتاتور اسد د اوږدې مودې حکومت را وپرځاوه، د اسرائيل ژوره بې باوري هم منعکسوي.
له واکه د اسد له ګوښه کیدو راهېسې اسرائیل د سوریې په جنوب لویديځ ځينې ځمکې نيولي، د سوریې د پوځ د درنو وسلو ډېره برخه یې ويجاړه کړې او د دروز اقليت د ساتنې ژمنه یې کړې ده.