«د ایران اټومي پروګرام يوازې څو میاشتې شاته اچول سوی»
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهد نیویارک ټایمز او سي ان ان شبکې په گډون د ځینو امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې، پر ایران باندي د امریکا پوځي بریدونو ښايي د تهران اټومي پروگرام یوازي د "یو څو میاشتو" له پاره شاته اچولی وي. د سي ان ان شبکې د دریو باخبره سرچینو په حواله د امریکا د استخباراتي بڼسټونو د لومړنیو ارزونو په هکله رپوټ ورکړی دی چې ددغه پروگرام اصلي برخې له منځه نه دي تللي. دغې شبکې همدارنگه رپوټ ورکړی دی چې سپینې ماڼۍ دغه ارزونه رد کړې ده.
دایران د اسلامي جمهوریت پر اټومي دستگاوو د امریکا له بریدونو وروسته ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړی ؤ چی د ایران اټومي تاسیسات "په بشپړ ډول" ویجاړ سوي دي. خو یو تازه رپوټ ښيي چې حقیقت ښايي بل څه وي. ددغه رپوټ له مخې، دغه بریدونه یوازي د ایران په اټومي پروگرام کې د ځنډیدو سبب سوي دي. خو سپینه ماڼۍ له دغه ډول ارزونې سره مخالفه ده.
د نیویارک ټایمز او سي ان ان رپوټونه د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې په گډون د استخباراتي بڼسټونو پر لومړنیو ارزونو تکیه کوي او وايي چې په بریدونو کې د ایران تر مځکې لاندې تاسیسات ویجاړ سوي نه دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت، ددغه مخفي رپوټ پر خپريدو سختې نيوکې وکړې او د ایکس پر ټولنیزه شبکه یې ولیکل:«دغه ارزونه ناسمه ده.» هغې زیاته کړه:«پس له هغه برید چې امریکا ترسره کړ، بشپړه ویجاړي رامنځته کیږي، په دې خبره ټول پوهیږي.»
ډونالډ ترمپ هم دغه رپوټونه رد کړي دي او پر خپله ټولنیزه شبکه سوشال تروټ يې ولیکل:«د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.»!
ترمپ له بریدونو سمدلاسه وروسته وویل چې په اصفهان ، نطنز او فردو کې د ایران اټومي تاسیسات له منځه تللي دي او له دغو بریدونو څخه یې د ایران پر اټومي پروگرام له یوه «مرگوني گوزار» څخه یادونه کړې وه.