اتریش: د پناه غوښتنې د قانون له مخې د کورنیو الحاق وځنډول سو
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبهد اتریش فدرالي حکومت پریکړه کړې ده چي په دغه هیواد کي د هغو کسانو له پاره د کورنیو الحاق بند کړي چي د پناه غوښتنې د حق درلودونکي دي. په ویانا کي کابینې د پناه غوښتنې په قانون کي په دې اړه بدلون باندي موافقه وکړه.
د دغه هیواد د صدراعظمۍ دفتر اعلان وکړ چي نوموړی گام به د امکان په صورت کي ډېر ژر په پارلمان کي تصویب سي او دایمي به نه وي.
له محافظه کاره اولسي گوند (ÖVP) څخه د دغه هیواد صدراعظم کریستیان شتوکر، د دا ډول گام د پورته کولو دلیل دا بللی دی چي په اتریش کي دپناه غوښتونکو د جذب ظرفیت محدود دی په تیره بیا د زده کړي په سکټور کي په اصطلاح اضافه بار موجود دی.
شتوکر، خپل د خبرو په دوام ويلي دي چي په ۲۰۲۳ م او ۲۰۲۴م کلونو کي په مجموعي ډول ۱۸ زره کسان چي پکښي ۱۳ زره د مکتب د عمر او یا هم ۱۸ کلنۍ ته نه رسېدلي کوچنیان شاملیږي، د کورنیو د الحاق په چوکاټ نوموړي هیواد ته ورغلي دي. صدراعظم وویل چي د دغو شمېرو په پام کي نیولو سره ښکاره خبره ده چي «موږ باید خپل مسؤلیت ترسره او اوس د یو څه وخت له پاره د توقف تکمه ووهو.» اتریش شاوخوا ۹،۲ میلیونه نفوس لري.
له اروپايي قوانینو څخه سرغړونه؟
دغه ډول یو گام له قانوني پلوه شخړه ایز دی. منتقدین دا دپناه غوښتنې له قانون او د بشري حقونو د اروپايي کنوانسیون څخه سرغړونه بولي. خو له ÖVP، سوسیال دیموکراټانو (SPÖ) او لیبرالانو NEOS ګوندونو څخه جوړ د اتریش نوي ایتلافي حکومت بیا ویلي دي چي د اروپایي اتحادیې له اضطراري مادې د بند څخه گټه اخلي. دا په دې معنی، که چیرې عامه نظم او د یوه غړي هیواد داخلي امنیت ته ګواښ وي، نور نو پر ملي قانون باندي د اروپا د قانون لومړیتوب نه عملي کیږي.
تیره اونۍ لا د کورنیو چارو وزیر گیرهارد کارنر، د اروپايي ټولني په سطحه د نیژدو خپلوانو د الحاق د ځنډ غوښتنه کړې وه. له ÖVP څخه نوموړي وزیر د اروپايي ټولني کمېسیون په یوه لیک کي دا دلیل راوړ چي په اتریش کي د کور، روغتیا او زده کړو ساحې تر فشار لاندي دي، هغه همدارنگه د نوو ځوانانو له خوا د جرمونو زیاتوالي ته هم اشاره وکړه.
اوس د کورنیو چارو وزیر وویل، که څه هم د شاوخوا یوه کال راهیسې د کورنیو د بیا یوځای کیدو شمیر ډیر راټیټ سوی، د نورو شیانو تر څنګ د کنټرولونو او DNA د پرتله کولو له امله، نو اوس باید دغه بهیر ته همداسي ادامه ورکول سي.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۴م کال په فبروري مياشت کې نږدې ۱۰۰۰کسان د نیږدې خپلوانو په توګه ثبت سوي دي چې د ۲۰۲۵م کال په فبروري کې ۶۰ کسان وو.
له سوسیال دیموکراتانو څخه د کورنیو چارو د وزیر مرستیال یورګ لایشتفرید، څرګنده کړه چې داتریش د فدرالي حکومت ګډ هدف دادی چې غیر منظم مهاجرت صفر ته ورسوي. د هغه په خبره دا کار به د پناه غوښتنې پر حق اغیز ونه لري.