آیا پاکستان باید له ایرانه د کومې همکارۍ هیله ولري؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبهد پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه له ایراني جنرال سره تر تلیفوني اړیکو نیولو وروسته د ځینو کړیو ترمنځ دا بحث راپورته شوی دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د ترهګرۍ د مخنیوي په هکله کومه همکاري وشي که نه.
دغه تلیفوني اړیکه په داسې یوه وخت کې نیول شوې ده چې په پاکستان کې دا ګومان مخ پر ډیریدو دی چې پر پوځ برید کوونکي بلوڅ بیلتون غوښتونکي د ایران په سرحدي حدودو کې پټیږي. د یادولو وړ ده چې په تیر وخت کې تهران له پاکستان څخه دا شکایت کاوه چې د جندالله او جیش العدل په څیر ایران مخالفو ډلو پر ضد ګامونه نه اخلي، چې جنګیالي یې ظاهرا د پاکستان په سرحدي سیمو کې پټ دي.
په پاکستان کې د دفاعي چارو ځیني کارپوهان وایي چې ایران، هند ته د چابهار بند ته د لاس رسي په ورکولو سره د پاکستان له پاره ستونزي راولاړې کړي دي. د دفاعي چارو کارپوه متقاعد جنرال امجد شعیب وایي چې ایران باید د پولې د امنیت له پاره لازم ګامونه پورته کړي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «زما په آند په ایران کې د پاکستان ضد کمپ شته، چې بلوڅ وسلوال پکښې پټ دي. د دې کوم شواهد نه شته چې دغه کمپونه د ایران له لوري اداره کیږي یا د وسلوالو مرسته کوي. خو د دغه وسلوالو پر ضد داسې اقدامات نه کیږي چې د جندالله او جیش العدل پر ضد شوي وو. د پاکستان دا هیله ده چې د دغه ډول عناصرو پر ضد بشپړ اقدامات وشي.»
د بلوچستان د چارو شننونکی آیت الله دراني چې د پاکستان پيپلز ګوند سره تړاو لري په دې نظر دی چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د دغه تلیفوني اړیکي وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري زیاتیدی شي: «دا ویل کیږي چې د کشمیر له کبله له هند سره د پاکستان اړیکي ښې نه دي او له افغانستان سره د جهادیانو او طالبانو ستونزه ده. خو له ایران سره داسې کوم څه نه شته. نو زموږ [خپلمنځي] اړیکي ښې کیدی شي او زه هیله من یم چې د دواړو پوځي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو وروسته به پکښې یقینأ ښه والی راشي.»
خو د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان محمد بلیدي، وایي چې تر هغه وخته چې پاکستان خپله بهرني پالسي د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره نه جوړوي، نو ترهغه وخته به له ایران سره ستونزي حل نه شي او کومه همکاري به هم نه وي: «موږ له ایران سره خپلو اړیکو ته د سعودي عربستان په تناظر کې ګورو او د امریکا ګټې هم په پام کې نیسو. په سیمه کې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ترینګلتیا موجوده ده او د ایران او امریکا اړیکي هم ښې نه دي. نو موږ باید د سعودي او امریکا ګټې په پام کې ونه نیسو، بلکې خپلې ګټې په پام کې نیولو سره پالیسي جوړول په کار دي.»
د نوموړي په خبره ایران زموږ سره اړیکو سمولو ته چمتو دی «خو تر هغه وخته چې موږ د سعودي عربستان او امریکا» تر اغیز لاندې یو، دغه اړیکي نه شي ښې کیدی.
عبدالستار، اسلام آباد