آیا د وروستیو شخړو پر مهال ایرانیان افغانستان ته مهاجر سوي؟
۱۴۰۴ تیر ۴, چهارشنبهد ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې له پیل کیدو او د ایران پر اټومي مرکزونو د امریکا له بریدونو وروسته، یو محدود شمیر ایراني اتباعو افغانستان ته پناه وړې ده.
د ملگرو ملتونو د پناه غوښتونکو ادارې، افغانستان ته له شاوخوا ۳۰ ، دوه تابعیته ایراني ـ افغاني کورنیو له ستنیدو څخه خبر ورکړی دی.
مخکې له دې چې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۲۴) د اسرائیل او ایران ترمنځ اوربند رامنځته سي، داسي اټکل کیده چې د جگړې د زیاتیدو په صورت کې به هغه ایرانیان چې په لسیزو د افغان مهاجرو کوربه ول، دغه گاونډي هیواد ته مهاجر سي.
په افغانستانکې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر، عرفات جمال له دغه اوربند له برقراره کیدو مخکې ویلي وه چې دغه اداره «په سرحدي لار کې له نیژدو څخه وضعیت تر څارنې لاندي لري او په بشپړ ډول تیاره ده چې له هر ایراني څخه چې له تاوتریخوالي تښتي، ملاتړ وکړي.»
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر زیاته کړې ده:«موږ شاوخوا ۳۰ کورنۍ لیدلي دي چې دوه گونی ایراني ـ افغاني تابعیت لري. زه په دې باور یم چې پرون (شنبه) امکان لري، موږ لږ شمیر، خالص ایراني اتباع ثبت کړي وي، خو په اوس وخت کی یې شمیر ډیر نه دی.»
نوموړي د افغانستان داخلي رسنیو ته ویلي وو: «موږ په سرحدونو کې حاضر یو، په ملیک او اسلام قلعه کی... موږ په اوس وخت کې وضعیت څارو او په حقیقت کې آماده یو، تر څو د ایرانیانو د غوښتنې په صورت کې د هغوی هرکلی وکړو. تر اوسه مو ډیر کسان نه دي لیدلي.»
په تیرو وختونو کې هم د گوتو په شمیر ایراني اتباعو افغانستان ته پناه وړې او د پناه غوښتنې عریضه یې وړاندي کړې وه، خو په دغه هیواد کې یې د دایمي اقامت غوښتنه نه ده کړې او په نورو هیوادو کې د بیرته میشتیدو په لټه ول.
په دې منځ کې د دواړو هیوادونو د اتباعو ترمنځ ودونه هم سوي دي. ځینو افغان نارینه وو ایرانۍ ښځې په نکاح کړي او یا هم افغانو ښځو له ایراني نارنیه وو سره ودونه کړي دي.
افغانه - ایرانۍ کورنۍ
یحیی، چې د افغانستان او ایران تابعیت لري او له خپلې ایرانۍ میرمنې او دریو کوچنیانو سره د وروستیو کړکیچڼو له امله افغانستان ته تللی دی، ډویچه ويله ته وویل:«هلته وضعیت خراب سوی ؤ. هره شپه مو د بمباریو او دافع هوا سیسم د ډزو ږغونه اوریدل. تصمیم مو ونیو چې افغانستان ته راسو، ځکه دلته یو کور لرم او کار می هم د افغانستان او ایران ترمنځ دی.»
خو میرمن یې نسرین، نه غواړي تل په افغانستان کې پاته سي، هغه وايي :« زه ددې ځای له وضعیت څخه راضي نه یم. ښځې او نجونې هیڅ ډول حقونه نه لري او په کور کې ناستې دي. زه بیریږم او هیله منده یم چې وکولای سم له خپل خاوند او اولادونو سره یوځای له افغانستانه اروپا ته ولاړه سم.»
د طالبانو د ادارې د مهاجرو وزارت د ایراني اتباعو د پناه غوښتنې او افغانستان ته د دوه تابعته کسانو د ستنیدو په هکله څه نه دي ویلي. په اسلام قلعه کې د طالبانو د ادارې د مهاجرو د چارو رييس عبدالله قیومي، په افغانستان کې د ایرانیانو د پناه غوښتنې خبره رد کړې ده.
په داسي حال کې چې د وروستیو کړکیچڼو له امله افغانستان ته د ډیرو لږو ایراني پناه غوښتونکو ورتګ تأیید سوی، خو دقیق شمیر یې معلوم نه دی. همدارنگه په دې برخه کې لا هم داسي معلومات نه دي وړاندي سوي چې ددغو مهاجرو له پاره د ملاتړ څه ډول برنامې موجودي دي.