آیا د آلمان له «کلتوري ډالۍ» څخه خبر یاست؟
۱۴۰۱ آبان ۲۴, سهشنبه
ټاکل سوې ده چي هر اتلس کلن سوي ځوان ته به یو ۲۰۰ یوريي کلتوري کارټ په سوغات کي ورکول کېږي، په دې کارټ دوی کولای سي، چي موزیم، کنسرټ او سېنما ته ولاړ سي، یا هم د خپلي خوښي وړ کتاب وپېري.
د آلمان د اطلاعات او کلتور وزیر کلاوډیا روټ وايي، له ۲۰۲۳م کال څخه وروسته یوه آزمایښتي طرح پېلوي چي له مخي به يې هغه کسانو ته یو کلتوري کارټ ډالۍ کړي چي په همدغه کال ۱۸ کلنۍ ته رسېدلي وي.
اړوند: له سياست سره د آلماني ځوانانو ليوالتيا ولې ډیره سوې ده؟
د آلمان د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۲۳م کال کي به شاوخوا ۷۵۰ زره اتلس کلنۍ ته رسیدلي ځوانان دغه ډالۍ ترلاسه کړي.
د اتلس کلنو ځوانانو له پاره دغه کلتوري ډالۍ ۲۰۰ یورو ارزښت لري چي دوه کاله د چلښت وړ ده.
په دې ډالۍ سره ځوانان کولای سي چي له بېلا بیلو موزیمونو څخه ننداره وکړي، کنسرتونو، سېنما او نوروفرهنګي غونډ ته ولاړسي، د خپلي خوښي وړ کتابونه په رانیسي او خپله فرهنګي تنده خړوبه کړي.
د آلمان له یو ټلوېزیوني څانګي سره د تړلي ویبپا ڼي «ټاګس شاو» د معلوماتو پر بنسټ د کلتور وزیره کلاوډیا روټ په دې اند ده چي له وړم کال راهیسي د کرونا وبا له امله پر یوشمېر فرهنګي پروګرامونو بندیز لګېدلی ؤ، چي ۱۸ کلن ځوانان له ډېرو دغسي کلتوري پروګرامونو څخه بې برخي ول، خو اوس دغه «کلتوري کارټ» د ځوانانو له پاره په کلتوري پروګرامونو او مجلسونو کي د ګډون په موخه یو ښه چانس دی.
اړوند: څیړنه: په هرو لسو کې یو المانی د کار روږدی دی
کرونا وبا په اروپا کي فرهنګي فعالیتونه سخت وځپل، د کره شمېرو له مخي په ۲۰۲۰م کال کي د کلتوري پروګرامونو کلني عواید ۳۱سلنه او د ګرځنډوی سیکټور عواید بیا ۲۷سلنه لږ سوي ول، چي د عوایدو دغسي کمښت د اړوندو څانګو پر کارمندانو اقتصادي اغیز لرلای سی.
د المان کلتوري وزیر اعلام وکړ، چي د کرونا وبا څخه د وضعیت د سمون پرمهال فرهنګ او فرهنګي محصولاتو ته د مینه والو لېوالتیا ډېره سوې ده، هغه په هیله مندۍ سره وویل، په دې کارټ سره به «د ټولو فرهنګي او کلتوري مرکزونو دروازې د ځوانانو پر مخ پرانیستي وي.»
خو د دغه وړاندیز عملي کېدل به یوشمېر ستونزي هم ولري او لا تراوسه ځیني خبري پکښي واضح سوي نه دي. ځیني نیوکه کوونکو له دې اعلان سره، چي دغه وړاندیز «له یومخه سم دی». یوه پوښتنه وړاندي کړله، چي ایا ځوانان به په دغه ۲۰۰ یورو له کومو کلتوري او فرهنګي لارو چارو ګټه واخلي؟ د بېلګي په ډول ایا په دې سوغات یا ډالۍ دوی کولای سي، چي د موسیقۍ سامان الات هم رانیسي؟
اړوند: څیړنه: په هرو لسو کې یو المانی د کار روږدی دی
ویل کیږي چي فدرالي آلمان په بودجه کي ۱۰۰ میليونه یورو د نورو فرهنګي چارو ترڅنګ په دې موخه هم ځانګړي کړي دي، خو دغه اندازه پیسې به تر هغه وخت پوري نه ورکول کېږي چي د یادي طرحي پر وړاندي ټولي ستونزي حل سوي نه وي.
خو کلاوډیاروټ دغي طرحي ته ډېر خوشباوره ده او هیله څرګندوی چي دا وړاندیز یا طرح به ډېره بریالۍ وي او ډېر ژر به په آلمان کي دغه «کلتوري ډالۍ»د ۱۵، ۱۶ او ۱۷ کلنو ځوانانو له پاره هم ځانګړې سي.
محمد ابراهيم سپيڅلی