آمنیستي: ایراني پولیسو می میاشت کې څلور اعتراض کوونکي وژلي
۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبهدا لومړی ځل دی چې د بشر حقونو دغه سازمان د شواهدو د ارزونې پر اساس د مړېنې ارقام خپروي. دغه سازمان وايي تصویري او صوتي شواهدو ښودلې چې د ایران امنيتي ځواکونو د اعتراضونو په جریان کې څو ځله د اصلي مرميو څخه ډک ټوپکونه کارولي دي.
آمنیستي په یوه رپوټ کې ويلي دي چې ایراني چارواکي باید د «تاوتریخوالو سېل» پر وړاندې حساب ورکونې ته کينول شي.
د منځني ختيځ، ختيځ او شمالي افريقا له پاره د دغه سازمان مرستیالې، دیانا التاهاوي، وويل چې د زور او وسلې څخه استفاده يو ځل بیا د انسانانو د ژوند او نړیوالو حقوقي معیارونو پر وړاندې د ایراني چارواکو بې پروايي په ډاګه کوي.
په ایران کې د می میاشتې اعتراضونه د دغه هیواد په سویل لويديځ، خوزستان ایالت کې د خوراکي موادو د بېو د لوړيدو پر ضد شوي ول.
بهروز اسماعيلي، جمشید مختاري، سادات حیدرپور او يو بل کس چې نوم ېې نه دی ښودل شوی هغه کسان دي چې دغو اعتراضونو سره په تړاو د می ۱۴ او ۱۷مې تر منځ په چهارمحل او خوزستان ولایتونو کې وژل شوي دي.